روسیه او لوېدیځ، تېروتنه چېرې شوې؟

د روسیې او امریکا اړیکي د انځور حقوق Reuters
Image caption د روسیې ولسمشر د مسکو او واشنګټن ترمنځ د اړیکو لا خرابېدو په اړه په زغرده خبرې کړي

له کله چې سړه جګړه پای ته رسېدلې د امریکا متحده ایالتونو او روسیې اړیکې تردې کچې خرابې نه وې.

امریکایي چارواکو پر حلب ښار د روسیې او سوریې ګډ بریدونه "وحشت" بللی او خبرداری یې ورکړی چې هلته جنګي جنایتونه روان دي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د مسکو او واشنګټن ترمنځ د اړیکو لا خرابېدو په اړه په زغرده خبرې کړي او ټینګار یې کړی چې د اوباما اداره د خبرو اترو پرځای د امرونو "دېکته" کول غواړي.

سره له دې، روسیه او امریکا لا هم د سوریې پر سر سره تماس لري.

پر یو بل د ټولو تورونو لګولو او توندو خبرو سربېره، دواړه ښه پوهېږي چې د سوریې کړکېچ احتمالي حل کولو کې باید حیاتي رول ولوبوي.

د جګړې دوام لنډمهالی هدف که هرڅه وي، هماغسې چې امریکا زیانمنېږي، روسیه په سوریه کې له دایمي جګړې زیان ویني.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سړې جګړې له پایته رسېدو وروسته ډېری په دې باور وو، چې اړیکو کې به یو نوی باب پرانیستل شي

خو ترڅو چې ددوی ترمنځ باور او متقابل تفاهم نه وي، د هرډول خبرو اترو بنسټ به څپ څپانده وي. ټاکل شوې نه وه چې داسې دې واوسي. تصور دا و چې د سړې جګړې پای ته رسېدو سره یو نوی پړاو پیل شي.

روسیه د یوې مودې لپاره له نړیوالې صحنې شاته تللی و، خو اوس د انتقام لپاره بېرته ګرځېدلی؛ د خپل موقعیت بېرته پياوړي کولو لېوالتیا لري او غواړي د نړۍ په اداره خپل پخوانی رول بېرته پیدا کړي او همداراز روسیې ته د لویدیځ تحقیري لید جبران کړي.

نو تېروتنه چېرته وه؟

ولې لویدیځ او روسیې ونشوای کولی بل ډول اړیکه وپالي؟

ملامت څوک دی؟

ایا د امریکا ناپامي او حرص ددغې پېښې لامل شو او که د شوروي دورې برم ته د روسیې بېرته ستنېدو نوستالوژي؟

د انځور حقوق ILIPPO MONTEFORTE/AFP/GETTY IMAGES
Image caption ایا د امریکا ناپامي او حرص ددغې پېښې لامل شو او که د شوروي دورې برم ته د روسیې بېرته ستنېدو نوستالوژي؟

ولې مسایل دومره خراب مخته لاړل او ایا مناسبه ده چې اوسنی وضعیت "نوې سړه جګړه" ونوموو؟

زه نه غواړم دغو پوښتنو ته بشپړ ځواب ورکړم ځکه چې پر دې مسایلو بحث به د تولستوی د جګړې او سولې کتاب هومره لوی شي، خو غواړم د څو ټکو یادونه وکړم.

د جورج ټاون پوهنتون د امنیتي څېړنو د مرکز څېړونکی او د سي آی اې پخوانی کارکوونکی پېل پیلار باور لري چې په سر کې لویدیځ ملامت دی.

د پېل پیلار په وینا، "اړیکې هغه مهال پر ناسمې لارې مخته لاړې چې لویدیځوالو ته روسیې د داسې ملت په سترګه ونه کتل چې د شوروي له کمونیزم نه خلاص شوی و."

"باید هغوی ته د نوې ټولنې په سترګه کتل شوی وای، خو لویدیځوالو روسیه د پخواني شوروي اتحاد ځایناستی وباله.

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption بالاخره روسیه وتوانېده د سوریې په څېر هېوادونو کې د ځان لپاره ځای وموي

داسې ټولنه چې د شوروي اتحاد میراث ورپاتې او د لویدیځ د بې باورۍ محور دی. "

لومړنۍ ګناه، د ناټو نفوذ پراخولو لپاره د لویدیځ لېوالتیا وه؛ داسې چې پولېنډ، چک جمهوریت او اطریش یې د غړو په توګه ومنل چې له پخوا د روسیې د فرمانونو خلاف ملت پالي په کې دود وه.

خو د ناټو پراختیا په دغو هېوادونو پورې محدوده نه شوه.

د بالکان حوزې درې هېوادونه چې پخوا د شوروي اتحاد غړي و، ناټو سره یوځای شول.

منتقدین پوښتي، ایا دا عجیبه ده چې روسیه له لوېدیځ سره د ګرجستان او یوکراین د یوځای کېدو پروړاندې مقاومت کوي؟

خلاصه دا چې روسیه باور لري چې تر سړې جګړې وروسته یې په حق کې زیاتی شوی.

البته دا په غرب کې عام لیدلوری نه دی، داسې لیدلوری چې ترجېح ورکوي روسيې سره په کینې تمرکز وکړي؛ داسې کینه ګري چې په ولادیمیر پوتین کې راڅرګندېږي.

داسې څوک چې د شوروي اتحاد تس نس کېدل د شلمې پېړۍ "ترټولو لویو جیوپولوټیکي ناورین" بولي.

پردې چې کوم لوری حق لري، د امریکا د سیاسي متفکرینو ترمنځ جالب بحث روان دی.

ایا د روسیې پروړاندې د لویدیځوالو پر ستراتیژیکو تېروتنو تمرکز وشي او که په ګرجستان، یوکراین او سوریه کې د روسیې له ادعا ډک سلوک په پام کې ونیول شي؟

د بریتانیا بهرنۍ څارګرې ادارې پخوانی رییس سر جان ساورز چې وړاندې ملګرو ملتونو کې د خپل هېواد سفیر و او د روسیې ډیپلوماتیکي اړیکې یې څارلې ترجېح ورکوي چې پر وروستیو دورو تمرکز وشي.

هغه په یوه مرکه کې بي بي سي ته وویل، لویدیځ په تېرو اتو کلونو کې هغسې چې پکار وه روسیې سره د مناسبو ستراتیژیکو اړیکو جوړولو ته یې پام نه دی کړی.

د انځور حقوق WPA POOL/GETTY IMAGES
Image caption د بریتانیا بهرنۍ څارګرې ادارې پخوانی رییس سر جان ساورز ترجېح ورکوي چې پر وروستیو دورو تمرکز وشي.

ښاغلي ساورز وایي؛ "که د مسکو او واشنګټن ترمنځ ددې قاعدې دقیق فهم وای چې ټاکل شوې نه ده دواړه لوري د یو بل جوړښتونه لمنځه یوسي، هغه مهال د سیمه ییزو مسایلو لکه د سوریې، یوکراین یا شمالي کوریا کړکېچ حل اسانه و؛ داسې کړکېچونه چې په بېړه زموږ پر لور روان دي."

څو نورو کارپوهانو هم چې له هغوی سره مې خبرې وکړې د بارک اوباما ادارې کمزورې ډیپلوماسۍ ته یې اشاره وکړه او هغه دا چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ناهمغږي سیګنالونه ورکړي دي.

د امریکا مطلق ځواک ښایي د کمېدو پر لور روان وي، خو د همدې پاتې ځواک په اړه یې هم څو اړخیز او ناڅرګند پیغامونه ورکړي دي.

ایا امریکا د اسیا پر لور په کږېدو ده او تر کومه بریده غواړي په اروپا او منځني ختیځ کې خپل نفوذ کم کړي؟

ایا چمتو ده چې د خپلو خبرو پلي کولو لپاره له خپل پوځي ځواک نه کار واخلي؟

د سوریې په تړاو ځواب منفي دی او ایا د مسکو په تړاو دریځ نیونې د پایلو په اړه یې فکر کړی دی؟

په ۲۰۱۴ کال کې چې روسیې کریمیا د خپلې خاورې برخه وګرځوله، ولادیمیر پوتین د روسیې پارلمان ته وویل، "په یاد ولرئ چې که په سپېرنګ په ټول ځواک فشار واچوئ، بېرته خپل لومړني حالت ته ورګرځي."

د نړیوالو اړیکو کارپوه نیکولاس ګوسدوف په دې وروستیو کې په یوه مقاله کې چې نېشنل انټرسټ ورځپاڼې خپره کړې لیکلي؛ "معقول غبرګون یو له دغو دی؛ یا پر سپېرنګ د فشار کمولو لاره وموندل شي او یا دا چې د سپېرنګ بېرته ګرځېدو ته چمتووالی وي چې د لګېدو شوک مخه یې ونیول شي."

تېرې تېروتنې چې که هرڅه وې او یا یې هرڅوک ملامت و، خو اوس موږ په داسې ځای کې یو چې بدلولی یې نشو.

ایا امریکا او روسیه د سوریې کړکېچ په تړاو د جګړې په درشل کې دي؟ زه داسې فکر نه کوم. خو د "نوې سړې جګړې" پیل څنګه؟

پېل پیلار باور لري چې دا عبارت د اوسنیو شرایطو لپاره مناسب نه دی:

"نړیواله ایډیولوژیکه سیالي چې د سړې جګړې اصلي شاخصه وه، نور وجود نه لري او خوشبختانه نور د اټومي وسلو سیالیو سره هم مخ نه یو."

"څه چې پاتې کېږي د نفوذ پر سر سیالي ده او روسیه د شوروي اتحاد په پرتله کمزوری دریځ لري او له امریکا نه چې لا هم اصلي زبرځواک دی، ډېر ټیټ دی."

نو راتلونکې به څنګه شي؟ ترڅو چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو سیالۍ روانې دي، مسکو په ښکاره خپل لاسونه خلاص ویني. شواهد ښيي چې غواړي ډېرې بحراني سیمې پرځای پرېږي، ترڅو د سپینې ماڼۍ راتلونکی واکمن له یوه ترسره شوي عمل سره مخ شي.

وضعیت د ۲۰۰۸ کال یادونه کوي. کله چې د روسیې او ګرجستان د جګړې پر سر د امریکا او روسیې اړیکې سړې شوې.

دې موضوع د مسکو په تړاو د جورج بوش دولت سیاست له ګډوډۍ سره مخ کړ او دا د بارک اوباما ادارې ته میراث پاتې شو.

په یاد مو دي چې کله د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هېلیري کلنټن، روسیې سره د اړیکو د "بیارغونې" مشهور عبارت وکاروه؟ خو دا عبارت دومره عملي نشو.

سر جان ساورز بي بي سي ته وویل: "د امریکا راتلونکی ولسمشر لویه دنده لري 'البته زه ډېر هیله من یم چې دا شخص هېلیري کلنټن وي ''.

راتلونکی ولسمشر باید بل ډول دوه اړخیزې اړیکې جوړې کړي. موږ روسیې سره ګرمو اړیکو رامنځته کولو پسې نه یو او همدا ډول ډېرې سړې اړیکې هم نه غواړو."

"کوم څه چې اوس ورپسې یو هغه مسکو سره یو ستراتیژیک تفاهم دی چې څنګه نړیوال ټیکاو سره مرسته وکړو، په ټولې اروپا او د روسیې او امریکا ترمنځ ټیکاو، داسې چې نړۍ کې د ثبات بنسټ تر اوسنیو پر پیاوړو بنسټونو کېښودل شي."

پاکس امریکانا یا امریکایي سوله - یو قطبي امریکایي نظم - د هغه په وینا "ډېر کم عمر درلود او پای ته ورسېد."