مزار شريف کې ځينې ښځې مزدوريو ته راوتلې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

مزار شريف کې ځينې ښځې مزدوريو ته راوتلې

د افغانستان په شمال کې د بلخ ولايت د مرکز مزار شريف ځينې ښځې په لومړي ځل د سړک غاړې مزدوريو ته راوتلې دي.

ځايي چارواکي وايي دا په دغه سيمه کې د امنيت او ډاډ ښکارندويي کوي، خو نور بيا وايي بې وزلي ډېره شوې ده.

د افغانستان په شان دوديزه ټولنه کې ښځې يوازې په دفترونو او نورو محدودو ځايونو کې دندې کوي خو ورځنۍ مزدورۍ ته تر اوسه ښځو لاس نه و اچولى. امير بريال يې ليدو ته ورغلى