ټرمپ تاييد نه کړه چې د ټاکنو پايلې به ومني که نه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې جمهوري پال نوماند دا خبره تاييد نه کړه چې د ټاکنو پايلې به ومني

امریکا کې بېګا د دواړو ولسمشریزو کاندیدانو تر منځ دریم تلویزیوني بحث وشو. دېموکراتې هیلري کلنټن او جمهوري پال ډونالډ ټرمپ پر یو بل شخصي ‌ګوزارونه هم وکړل.

ډونالډ ټرمپ داسې وښوده چې که یې سیالي وبایلله، ژمن نه دی چې د ټاکنو پایلې به ومني. په دې د امریکا ډېموکراسي ننګوي.