د سوریې کډوال ماشومان
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بي بي سي موندلې، له کډوالو سوري ماشومانو په کارځایونو کې د مزدورۍ لپاره کار اخیستل کېږي

د پاناراما په نامه د بي بي سي یوې خپروني موندلي چې له سوریايي کډوالو ماشومانو نه د جامو جوړولو په کار ځایونو کې کار اخېستل کېږي.

دوی په ترکیې کې ځیني فابریکي پلټلي او موندلي یې دي چې دغه ماشومان د مارکس اند سپینسر او اېسوس لویو پلورنځایونو ته کار کوي.

خو دغه پلورنځایونه وايي، له ماشومانو هېڅ ډول ناوړه ګټه اخېستل او پر دوی کار کول نه شي زغملای.