د حجاب شرط له کبله د هندۍ لوبغاړې نوم له سیالیو بهر

د انځور حقوق FACEBOO
Image caption حنا ریو اولمپیک سیالیو کې ۱۴ ځای خپل کړ

د هندۍ نښه ویشتونکې حنا سیدهو نوم په ایران کې د نښه ویشتلو نهمو اسیايي سیالیو کې د حجاب شرط له کبله بهر شوی.

دغه سیالۍ به د دسمبر میاشت کې په تهران کې کېږي.

نوموړې وايي، انقلابي یا سیاسي نه ده، خو شخصاً فکر کوي چې د لوبغاړې په توګه د حجاب اغوستل د لوبو له جذبې سره برابره چاره نه ده.

حنا زیاتوي له دې کبله د یوې لوبغاړي په توګه ویاړي، چې 'په یوه ځای د بېلو کلتورونو، جنسیتونو، مذهبونو او ایډیالوژۍ لوبغاړو سره یو ځای کېږي او له یوه بل سره له کرکې پرته لوبه کوي ':

'' لوبې د بشري فعالیت او هڅو استازولي کوي. ''

د انځور حقوق TWITTER
Image caption حنا د دغې موضوع په اړه پر فېسبوک څرګندونې کړې

حنا د سږ کال د ریو اولمپیک لوبو کې ګډون درلود او ایر پیسټل یا هوايي تومانچې په لس متره سیالیو کې یې ۱۴ ځای خپل کړ. له دې مخکې یې د ۲۰۱۳ کال په نړیوال جام سیالیو کې هغې د سرو زرو مډال ګټلی و.