د وژونکیو وژونکی مار د ناروغیو درمل وبلل شو

د انځور حقوق Tom Charlton
Image caption دا مار د کوبرا په څېر خطرناک ماران وژني.

ساینسپوهان وايي، د نړۍ د تر ټولو زهري مار په غودو کې هم د درد د درملنې راز پټ دی.

د وژونکو مارانو په وژونکي باندې مشهور دې ابي رنګه مار پورې دا خبر ډېره مشوره ده چې "د کوبرا پاچا" په څېر ماران ښکار کوي.

د سوېل ختیزې اسیا د دې مار زهر سملاسي اغېز کوي او خپل ښکار شوی شی له پښو غورځوي.

په ټاکسن جریده کې خپره شوې څېړنه وايي، د دې مار زهر "ریسیپټرز" په نښه کوي چې په انسانانو کې د درد له پلوه ډېر اهمیت لري او د درد د درملنې لپاره کاريدلی شي.

* اسټراليايى زلمى د مار له زهرو روغ ووت

* سړوښې پر الوتکه نښتی مار وواژه

* د " لستوڼي مار" په خوب خونه کې

په کوینز لېنډ پوهنتون کې ډاکټر براین فرې وايي: "د ډېرو مارانو زهر ورو ورو اغېز کوي او د سختې نشه يي دوا په څېر وي، له مرګ مخکې پر بدن مړاویتوب سیوری غواړوي او خوبولی کېږي."

"خو د دې مار زهر ډېر ژر اغېز کوي، ځکه دا په دودیز ډول هغه ژوي ښکار کوي، چې ډېر خطرناک وي او د هغوی له غبرګون مخکې یې وژل ضروري دي دا د وژونکو وژونکی دی"

ډاکټر فرې وايي: "کونيکبر او لړم داسې بې ملا تېره خځندې دي چې له طبي پلوه یې پر زهرو څېړنه شوې، خو د ملا تیر لرونکو خځندو و کې مار تر ټولو ډېر انسانانو ته نږدې دی او شونې ده چې له زهرو جوړېدونکې درمل یې ډېر اغېزناک وي".

"زهر د سوډیم چینلونه په نښه کوي، چې د درد په لېږدولو کې مرکزي رول لري. موږ په ممکنه ډول زهر له درد د ژغورلو لپاره کارولی شو، داسي څه چې ډېر ښه کار ور کولی شي."

د انځور حقوق BRYAN FRY
Image caption د مار د بدن څلورمه برخه زهري غودو نیولې

دا زهري غودې د مار د جسامت څلورمه برخه جوړوي.

د ډاکتر فرې په خبره، "د دې مار دا زهري غودې ډېرې عجیبه دي، په نړۍ کې تر ټولو لویې دي. خو ډېرې ښکلې دي دا په مارانو کې زما د خوښې ډول دی".

د هغه په اند، د ملا تېر لرونکو کې لومړنی ژوی دی چې زهر یې د درد په درملولو کې ډېر اغېز لري.

خو دا مار ډېر کم دی، هغه سیمې تر ۸۰ سلنه له منځه تللې چې دی پکې اوسېږي.

* د مارانو له چیچلو د مړینې کچه ولې په لوړېدو ده؟

* کلیفورنیا: سړی په مار د خولې لګولو په تور ونیول شو

ډاکټر فرې بي بي سي ته دا هم ویلي، چې دا مار ډېر نه موندل کیږې "ما په ځنګلونو کې یواځې دوه ځله دا مار لیدلی دی".

"په جنوب ختیزه اشیا کې د دغه مار ډېر استوګنځي د خورما د کروندې لپاره پاک کړل شوي، چا ته پته ده چې په دې ځنګلونو کې داسې څيزونه هم شته چې ژوند بچولی شي".