فیسبوک د سوداګریزو اعلانونو خپرول کموي

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption فیسبوک له اعلانونو ډېر عاید ترلاسه کوي.

د فیسبوک اداره وايي، د کاروونکو د باور ساتلو لپاره به په راتلونکو څو میاشتو کې له سوداګریزو اعلانونو ترلاسه کېدونې ګټه پاموړ کمه کړي.

د خواله رسنیو د دې مشهورې کمپنۍ د مالي چارو مشر ډیویډ وینر وايي، د خلکو پر ټایم لاین د سوداګریزو خبرتیاوو لګېدل هم یوه اندازه لري او د هغه څارل ضروري دي.

له دې اعلان وروسته د کمنپۍ ونډې اووه سلنه غورځېدلې دي.

ښاغلي وینر د چهارشنبې په ورځ وویل، پر فیسبوک اعلانونو کمول په پام کې نیول شوي چې له امله به یې په ۲۰۱۷ کال کې له دې لارې ترلاسه کېدونې ګته پام وړ کمه شي.

دا پرېکړه په داسې مهال ده چې فیسبوک په جولای او سپټمبر میاشتو کې د دوه میلیارده او څلور سوه میلیونه ګټې د کولو خبره کړې وه.

دا ګټه د تېر کال د ورته مهال په پرتله ۱۶۶ سلنه ډېره ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا مهال په نړۍ کې نږدې یو میلیارد او لس میلیونه خلک د موبایل تلېفون له لارې فیسبوک کاروي

د فیسبوک ډېره ګټه او دا عایدات پر وېبپاڼه د اعلانونو د خپرېدلو له لارې تر لاسه کېږي او په دې کې موبایل تلېفون نږدې ۸۴ سلنه رول لري.

د فیسبوک بنسټګر مارک زوکر برګ د دې مهال ګټه یوه بله ښه درې میاشتنۍ دوره بللې ده.

دا مهال په نړۍ کې نږدې یو میلیارد او لس میلیونه خلک د موبایل تلېفون له لارې فیسبوک کاروي، خو تېر کال دا شمېر ۸۹۴ میلیونه وه.

شنونکي وايي، د عاید د دې کمي د پوره کولو لپاره دا کمپنۍ د پانګونې پر نورو لارو چارو غور کوي.

د اېډوورډ جانز مرکز اړوند شنونکی جوش اولسن وايي، فیسبوک د اعلانونو له کمولو سره سره د خبرتیاوو ور کوونکو څخه ډېرې پیسې اخیستلی او نوي مشتریان پیدا کولی شي چې دا به لا ښه عاید وي.