موبایل د خپل څښتن په روغتیا او نورو رازونو پوهېږي

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption که مبایل لرونکی ناروغ وي، نو مبایل زبادوي چې درمل یې خوړلي او که نه.

یوه نوې څېړنه وايي، له ملفون یا موبایل ټیلېفون ترلاسه کېدونکو مالیکولونو د هغه د څښتن د روغتیا او ژوند د ډول پته لګېږي.

په کلیفورنیا کې ساینسپوهان وايي، د ۴۰ کسانو د ملفونونو له ارزولو یې کافین، د دېګ مسلو، د پوټکي د خوندیتوب کریم او ژور خپګان د درملو په ګډون د مختلفو شیانو پاتې شوني ترلاسه کړي دي.

کله چې موږ پر یو شي لاس وهو، نو د مالیکولونو، کیمیاوي موادو او باکتریا په ګډون ډېر شیان ملفون ته لېږدول کېږي.

د څېړنې له مخې له لاس مینځلو سره سره ملفون ته د مختلفو شیانو د لېږد مخنیوی نشي کېدلی.

* افغانستان کې د موبایل ټېلېفون له لارې زده کړې

* برازیلي زندان ته موبایل لېږدوونکې پیشو نیول شوې

* مایکروسافټ د انډرویډ په سیستم موبایل جوړوي

د کلیفورنیا پوهنتون څېړنډلې د ۴۰ کسانو پر موبایل ټیلېفونونو او لاسونو له ۵۰۰ د ډېرو شیانو بېلګې ټولې کړې دي.

له هغه وروسته یې د دې مالیکولونو د ډیټابېس په پېژندلو سره د هر موبایل ټیلېفون د کارن د ژوند د ډول پروفایل جوړ کړ.

اټکل کېږي چې د انسان له پوټکي او خولو هم څو مالیکولونه ملفون ته لېږدول کېږي.

له میاشو د بچ کېدلو دوا او د لمرینو سترګیو اغېز هم پر ملفون تر ډېر مهال پاتې کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د انسان له پوټکي او خولو هم څو مالیکولونه ملفون ته لېږدول کېږي.

په تېر کې هم یوې څېړنې ښودلې وه چې کوم کسان تر دریو ورځو استوګن نه وي پر پوټکي یې د هایجین په ګډون د نورو تولیداتو پاتې شوني تر ډېر وخت پاتې کېږي.

د څېړونکو په خبره، دې څېړنې ښودلې چې د ملفون د څښتن د ګوتې له نښو پرته هم د هغه پته لګېدلی شي.

هغوی وايي، دا څېړنه دا هم معلوموي چې که ملفون لرونکی ناروغ وي، نو دارو یې خوړلي او که نه.

د څېړنډلې غړي وايي، په منځني ډول د یو انسان په پوټکي لږ تر لږه زر میکروبونه وي.

اړونده مطالب