مودي: پاکستان ته تلونکې خپلې څاڅکی څاڅکی اوبه هم بندوو

د انځور حقوق Reuters
Image caption نرېندر مودي وایي، له پاکستان سره د اوبو په سر پر شوي تړون بیا کتنه کوي.

د هند لومړی وزیر نرېندر مودي وايي، د خپل هېوا د سیند دریاب اوبه به نورې پرې نه ږدي چې پاکستان ته لاړې شي.

نرېندر مودي د پنجاب ایالت په بټنډه ښار کې غونډې ته په وینا کې وویل، حکومت به یې کرونګرو ته د خورا ډېرو اوبو د برابرولو لپاره هر ګام پورته کړي:

" د سیند اوبه زموږ د کرونګرو حق دی، حکومت یو کاري ځواک د دې ارځولو لپاره ګومارلی چې د طاس تړون له مخې کومې اوبه پاکستان ته ځي، هغه په څه ډول لا ډېرې په خپل کور کې وکارول شي".

اسلام اباد او نوي ډېلي په ۱۹۶۰ کال سیند طاس تړون لاسلیک کړ.

د دې تړون له مخې، په پنجاب کې بهېدونکي بیاس، راوي او ستلج سیندونو پر اوبو هند واک لري او د سیند، چناب او جیلم سیندونو اوبه د پاکستان په واک کې ور کوي.

* د هند دفاع وزیر پر دښمن د اټومي برید د لومړي کولو پالیسي غواړي

* کرزى: مودي د بلوڅانو د ملاتړ په برخه کې په حقه دى

* ایا هند بدلېدی شي؟

سیند دریاب له هند سرچینه اخلي، خو دغه هېواد یې یواځې ۳۰ سلنه اوبه کارولی شي.

په هندي پنجاب کې له پارلماني ټاکنو مخکې لومړي وزیر نرېندر مودي کرونګرو ته په پیغام کې وویل، چې د خپل هېواد د سیند دریاب یو یو څاڅکی اوبه به هم پاکستان ته له تللو وګرځوي او په جمو کشمیر، پنجاب او نورو سیمو کې به یې کرونګرو ته ورسوي.

نوموړي پر پخوانیو حکومتونو نیوکه وکړه، ویې ویل: " د هند اوبه پاکستان ته تلې او په ډېلی کې حکومتونه تلل راتل، ورکېدل او زموږ کرونګرو د اوبو لپاره ژړل".

د انځور حقوق AP
Image caption د هند او پاکستان ترمنځ د اوسني تاوتریخوالي په را پورته کېدلو سره نوی ډېلي د اوبو مسله هم را پورته کول غواړي.

د پاکستان او هند ترمنځ په تېر کې د جګړو اونښتو پر مهال د نړیوال بانک په مشرۍ د سیند طاس تړون شوی او په تړاو یې کله هم پوښتنه نه ده راپورته شوې.

خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسني تاوتریخوالي په اوږدو کې لومړي وزیر نرېندر مودي له دې مخکې هم پر دغه تړون د بیا کتنې خبره کړې وه.

په تېر سپټمبر میاشت کې هم نوموړي له پاکستان سره د اوبو د وېش تړون د بیا کتلو ګواښ کړی و.

د هندي ورځپاڼو د خبرونو له مخې، لومړي وزیر نرېندر مودي په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې ویلي: " وینې او اوبه یو ځای نشي سره بهېدلی".

دا خبره په دې معنا ده چې په نږدې راتلونکي کې نوی ډېلی له اسلام اباد سره د اوبو د وېش تړون په تړاو یو څه کول غواړي.

* مودي: ښه طالبان، بد طالبان نور نه چلېږي

* هند بلوچۍ وېبپاڼه او موبایل اېپ پیل کړل

سیند طاس تړون په ۱۹۶۰ کال کې شوی، چې له مخې یې له کشمېر ترېدونکو دریو سیندونو( سیند، چناب او جیلم) په اوبو کې د پاکستان حق منل شوی او د دې سیندونو ۸۰ سلنه اوبه کاروي.

خو د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي، سیند طاس تړون د اسلام اباد او نوي ډېلی په سلا شوی او د تړون یو لوری په خپل سر ترې ځان اېستلی نه شي.

ورته مطالب