افغانستان کې اېچ ای وي او اېډز
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې په تېرو ۲۰ کلونو کې د اېډز له دوو زرو زياتې پېښې ثبت شوې

افغانستان کې د اېډز د کنټرول مرکز وايي چې په تېرو دوو لسيزو کې د اېډز ۲۰۸۶ پېښې ثبت شوي دي چې ډېرې یې په لويو ولایتونو کې دي.

یوازې کابل کې ۹۵ تنه په دې ناروغۍ اخته دي.

کابل کې د اېډز د ناروغانو لپاره بېلابېل مرکزونه جوړ شوي دي چې هلته د دغو کسانو درملنه کېږي.

د ډسمبر لومړۍ نېټه د اېډز نړيواله ورځ ده، د دې ناروغۍ په باب لا هم ډېر پوهاوى نشته.

آریا احمدزۍ د ایډز د درملنې یوه مرکز ته ورغلې ده.

اړونده مطالب