د موصل نیولو کې د شیعه ملېشو پر شتون اندېښنې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د موصل نیولو کې د شیعه ملېشو پر شتون اندېښنې

عراق کې له موصله د اسلامي دولت نومې ډلې ايستلو عمليات اوس شپږمې اوونۍ ته ننوتلي دي. خو عملياتو کې د شيعه ملېشو لانجمنې ښکېلتيا په اړه اندېښنې په زياتېدو دي، چې تېر کې په فرقه ييزو وژنو تورن وو. د عراق پارلمان دې نژدې ورځو کې په دې اړه رايه ورکړه، چې دا ملېشې دې په بشپړ ډول قانوني شي، چې د سني لږکيو ترمنځ یې د غچ او کسات اخيستو پر سر وېره او ډار زيات کړی دی.

بي بي سي ورسره د موصل لوېديځ کې د جګړې خبر پوښنې لپاره مله شوې.