افغانستان کې د برمته شوې بهرنۍ جوړې ویډیو خپره شوې

د انځور حقوق Reuters
Image caption دغه بهرنۍ جوړه په ۲۰۱۲ کال کې د طالبانو له خوا په میدان وردګ ولایت کې برمته شوه

په ټولنیزو رسنیو کې د هغې امریکایي او کاناډایي جوړې نوې ویډیو خپره شوې چې له ۲۰۱۲ کال راهیسې د طالبانو په بند کې دي.

په خپره شوې ویډیو کې جوشوا بایل او میرمن یې کټلن کولمن له افغان او امریکایي حکومتونو غواړي چې د دوی د د خوشې کېدو په بدل کې دې، د دوی د تښتوونکو غوښتنې ومني. له کابله د اسدالله لودین په خپل رپوټ کې کاږي، چې په نوې خپره شوې ویډیو کې امریکایي مېرمن کټلن کولمن په تور پړوني کې له خپل کاناډایي خاوند جوشوا بایل او د د دوی له دوو ماشومانو سره لیدل کېږي چې د خپلې ازادۍ غوښتنه کوي.

'' مونږ دا غوښتنه او دوعا کوو چې یو څوک هغه ظلمونه درک کړي چې د دغو کسانو له خوا له مونږ سره د زندانیانو د تبادلې په نوم شوي، مونږ له دواړو حکومتونو غواړو چې یوې هوکړې ته سره ورسیږي او مونږ ازاد کړي. ''

دوی وایي چې دغه ویډیو د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په دریمه نېټه جوړه شوې او په خپلو خبرو کې د امریکا له تلونکي ولسمشر بارک اوباما او راتلونکي ولسمشر ډونالد ټرمپ څخه هم د ازادۍ غوښتنه لري.

دغه بهرنۍ جوړه په ۲۰۱۲ کال کې د طالبانو له خوا په میدان وردګ ولایت کې برمته شوه چې له هماغه وخته د دوی په بند کې دي، دغه امریکایي مېرمن چې هغه مهال ونیول شوه امید واره وه، خو اوس دوه ماشومان لري چې په ویډیو کې هم ښودل کېږي.

دوی د برمته کېدو پرمهال د روسیې او منځنۍ آسیا د ځینو هېوادونو د سیاحت ویزې هم درلودې.

په نوې خپره شوې ویډیو کې برمته شوی کاناډایي جوشو بایلي وایي، د ماشومانو له خاطره یې باید خوشې کولو ته هڅې وشي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، ویډیو د دوی له خوا نه ده خپره شوې، خو څیړنه کوي چې دا ویډیو چا خپره کړې ده.