هند: په هوا کې د کثافاتو غورځوونکو الوتکو شرکتونه به جریمه شي

د انځور حقوق .
Image caption محکمې د هوايي چلند له چارواکو غوښتي، چې د الوتکو کېناستو پر مهال له تشنابونو د بشري کثافاتو وتلو مخنیوی باوري کړي

هند کې یوې محکمې امر کړی د هوايي چلند هغه شرکتونه به ۵۰ زره روپۍ ( ۷۳۶ ډالر ) جریمه کړې، چې د الوتکو له تشنابونو یې په هوا کې بشري کثافات وغورځي.

محکمې ته په وړاندې شوې عریضه کې ویل شوي وو، چې د ډیلي هوايي ډګر شاوخوا سیمو پر کورونو له الوتکو نه کثافات غورځول کېږي.

معمولاً الوتکې د خپلو تشنابونو فضله توکي په ځانګړو زېرمو کې ساتي.

پر ځمکه د الوتکو له کېناستو وروسته دغه تشنابونه پاکیږي، خو د نړیوال هوايي چلند چارواکي مني، چې د فضله مواد په هوا کې هم له ځينو چاک چولو بهر کېدای شي.

اوس د هند یادې محکمې د هوايي چلند له چارواکو غوښتي، چې د الوتکو کېناستو پر مهال له تشنابونو د بشري کثافاتو وتلو مخنیوی باوري کړي.

د 'پریس ټرسټ اف انډیا ' په رپوټ کې د 'نېشنل ګرین ټریبونل ' نومي محکمې چارواکو له قوله چې د چاپیریال اړوند محکمه ده ویل شوي دي، چې د هوايي چلند اداره باید اړوند چارواکو ته د الوتکو له کېناستو وروسته د تشنابونو ناڅاپې کتلو اجازه هم ورکړي.

محکمې ویلي:

که هره الوتکه په داسې حال کې وموندل شوه، چې له دغه امر نه یې سر غړاوی کړی و یا یې د فضله موادو زېرمتون تش و، سملاسي به یې اړوند شرکت ۵۰ زره روپۍ جریمه شي.

محکمې د یوه متقاعد پوځي افسر له لوري له عریضې وروسته دغه پرېکړه کړې. په عریضه کې پر هوايي شرکتونو تور پورې شوی و، چې ګواکې د ډیلي پر هغو سیمو بشري کثافات شیندي، چې خلک په کې ژوند کوي.