پاکستان کې د پت په نوم وژنې: د یوې میینې د ورستیو پلونو څرک

سراکت بي بي د انځور حقوق MOHAMMAD SOMAR
Image caption سراکت بي بي د محمد سومار لپاره خپل هغه مېړه پرېښود، چې دې ورسره مینه نه کوله.

ایا سراکت بي بي بالاخره په جال کې ونښته؟

محمد الیاس خان د هغې پاکستانۍ مېرمنې د ټوټې، ټوټې ژوند، مینې او په تیاره کې پټو وروستیو شېبو حال وايي، چې فکر کېږي د ' پت په نوم ' وژل شوې.

سراکت بي بي تر کلونو په منډه وګرځېده. یو کال وروسته یې وروستی ځل غږ واورېدل شو، چې کور ته یې ټیلیفون وکړ او هغه مهال ۳۷ کلنه وه.

د هغې ستونزې ډېرې مخکې پیل شوې وې، چې ایله ۱۴ کلنه وه او له هغه خپلوان سره یې له واده کولو انکار وکړ، چې کورنۍ یې غوښتل ور واده یې کړي. مور یې حسن زادګۍ وايي:

''د هغې نه خو دغه خپلوان خوښ و او نه یې هم د هغه کورنۍ خوښه وه، هغه زړوره وه او همدغه خبره یې خپل مشر تره ته وکړه، دغې خبرې نو په کور کې یو توپان جوړ کړ. ''

د سویلي اسیا د نورو سیمو په څېر د خیبر پښتونخوا پښتنو کې هم په دودیزه توګه د کورنۍ مهمې پرېکړې د کور نارینه کوي. د سراکت پارېدلي پلار هم د هغې لپاره له دوو نه د ایکي یوازې انتخاب حق ورکړ، ټوپک یې واخیست، هغې ته یې وویل، چې یا د هغه پرېکړه ومني او یا وژل کېدو ته چمتو شي.

کله چې هغه د ناوې په توګه د ميړه کره د دیر په بروول بانډۍ کې لاړه، خواښي یې هغه وګواښله او ورته یې وویل، چې په لاره به یې برابره کړي.

د انځور حقوق .
Image caption حسن زادګۍ وايي لور یې په فزیکي توګه او ذهناً د خسر ګنۍ لخوا ځورول کېده

حسن زادګۍ وايي له هغه وروسته تر ۲۰ کلونو پورې سراکت په داسې حال کې ژوند وکړ، چې هره ورځ وهل ډبول کېده او سپکې سپورې یې اورېدې.

د دریو خوېندو او څلورو وروڼو مشرې خور سراکت پنځه زامن وزېږول، خو دې سره یې هم په کور کې دنښت و نه موند.

مور یې وايي، کله چې به حالت له زغمه ووت، هغه به زموږ کور ته راغله، خو ما به ورته نصیحت کاوه، چې بېرته د میړه کور ته لاړه شي، چې د پلار نوم یې بد نه شي.

خو د ۲۰۱۲ کال اپریل په یوه ورځ، چې د هغې میړه روغان شاه په کاروبار پسې له کوره وتلی وه، سراکت له کوره ورکه شوه او خپل څلور واړه ماشومان یې پرېښوول، چې مشر زوی یې څلور کلن و.

هغه لومړی پېښور ته لاړه او بیا د سویل پر لور له کوره لرې ورسېده. له دغې پېښې اووه میاشتې مخکې هغې ته له ډېر لرې سیند ایالت نه یوه ناپيژاند سړي ټیلیفون کړی او دغه سړي په تېروتنه د هغې شمېرې ته زنګ وهلی و.

د انځور حقوق xxx
Image caption بروول بانډۍ د دیر یوه غرنۍ سیمه ده

محمد سومار وايي، دا مې له سراکت سره لومړنی ملاقات و، هغې هیلو وویل او وروسته یې په پښتو ژبه یو څه وویل، چې زه پرې نه پوهیدم، ما په اردو ژبه هغې ته ځواب ورکړ، خو هغې ټیلیفون قطع کړ.

محمد له بروول بانډۍ ۱۱۰۰ کیلومتره لرې سویل کې د واروالو کلي کې اوسي، چې د اباسین پر غاړه سیند ایالت کې دی.

محمد ته یې پلار په ۱۲ کلنۍ کې واده کړی و او وروسته یې په د پلرګنۍ په کرونده کې کار پیل کړ او د موټرسایکلونو پیر پلور کاروبار کې یې هم ونډه درلوده، هغه وايي له مالي پلوه سوکاله و، خو د یوې ورځې لپاره یې هم له خپلې مېرمنې سره رښتینې مینه محسوسه نه کړه، چې د اتو اولادونو مور ده.

هغه وايي د ۲۰۱۱ کال په سپتمبر کې یې د سراکت غږ له اورېدو وروسته تل هیله درلوده، چې هغه وویني، ځکه په وینا یې تل د پښتنو مېرمنو له ښایست او زړورتوبه متاثر و.

د انځور حقوق MOHAMMAD SOMAR
Image caption په واروالو کلي کې د محمد کور د پاکستان بل سر کې دی

هغه وايي که څه هم په لومړي سر کې سراکت ټیلیفون قطع کړ، خو وايي په وروستیو اونیو کې په تدریجي ډول هغې ورسره خبرې پیل کړې. له دې اووه میاشتې وروسته سراکت په غره کې له خپل کوره ووته.

محمد وايي:

''زه پېښور ته د هغې راوستلو لپاره ورغلم، په یوه بس ګاډي کې سیند ته روان شوو او په ګوټکي سیمه کې سملاسي یوې محکمې ته ورغلو او نکاح مو وکړه. ما غوښتل زموږ واده پټ وساتم او هغه باید همالته ګوټکي کې پاتې شي، خو هغه ډارېده، فکر یې کاوه ښايي زه یې پرېږدم، ځکه یې غوښتل باید کورته یې له ځان سره بوځم. ''

وروسته میاشتو کې د محمد مېرمنې هغه پرېښود، خسرګنۍ یې په دښمنانو واوښتل او په پرلپسې ډول د سرکت موبایل کاروولو پولیس د هغې پر ځای ځایګي خبر کړل، چې دې سره یې میړه او پلار هم د اوسېدو له ځایه خبر شول.

دوی د تښتونې په تور ونیول شول، خو کله یې چې د واده ثبوت وړاندې کړ، خوشي شول، خو دا یې ایله د اصلي ستونزې پیلامه وه.

محمد په یوه جنايي پېښه کې تورن شو، پولیس یې کور ته ورغله، خو هغه په پولیسو کې د یوه ملګري له لوري خبر شوی و، ځکه میړه او ښځه له کوره وتښتېدل.

دوی نژدې ښار حیدراباد ته وتښتېدل او هلته یې دوه کاله پټ ژوند وکړ.

محمد وايي، 'یو څه پېسې مو درلودې، چې هلته مو پرې ګوزاره کېده، خو حالت هغه وخت ناوړه شو، چې زه په پښتورګي کې د ډبرې له کبله تر میاشتو پورې په کټ څملاستم او د سراکت حمل ضایع شو. '

محمد په سلګیو کې وویل:

''هغې له زړه غوښتل یو ماشوم ولري، په پردي وطن کې یې داسې څوک غوښتل، چې خپل یې وي، تر اونیو پورې به یې ژړل. ''

د انځور حقوق MOHAMMAD SOMAR
Image caption محمد سومار وايي، سراکت د یوه ماشوم درلودو هیله درلوده

لوږې او تنهايي بالاخره میړه، ښځه اړ کړل، چې د محمد کلي ته ستانه شي، محمد له یو شمېر سیاستوالو سره اړیکي درلودل او د هغو پر مټ وتوانید د پولیسو له لوري د ضمانت تر لاسه کولو تر مهاله د نیول کېدو مخه ونیسي.

خو تر مهاله هغه په ۱۶ جنايي قضیو کې ښکېل بلل شوی و، راتلونکی کال هغه د محکمې، کروندې سمبالولو او خپلې روغتیا په غم کولو تېر کړ.

د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په ۳ هغه مهال غمیزه پیل شوه، چې پولیسو سراکت ونیوله.

دا معلومه نه ده چې پولیسو څنګه او ولې هغه ونیوله، خو محمد وايي 'کله چې محکمې ته ورغلم هغې زما له لیدو انکار وکړ، خبرې هم راسره نه کولې، ژړل یې او له لرې یې خدای په اماني راسره وکړه. نوموړی وايي ښايي خپلوانو پولیسو ته رشوت ورکړی وي، چې هغه بېرته پېښور ته بوځي. '

هېڅوک نه پوهیږي چې محمد رښتیا وايي که دروغ، خو دا معلومه ده، چې وروسته څه وشول.

مور یې حسن زادګۍ وايي، له پېښوره یې راته ټیلیفون وکړ او ویل یې چې د سیند یو پولیس ورسره دی او غواړي، چې خپلوانو ته یې وسپاري، میړه او درې مشران زامن یې هغه مهال سعودي عربستان کې وو او هغې غوښتل چې هغه مهال ۱۹ کلن کشر زوی یې خالد محمود ورشي.

خالد محمود وروسته پېښور کې محکمې ته وویل، چې خور یې د پېښور یوه ارزان بیه هوټل په خونه کې د سیند له یوه پولیس او یوه بل سړي سره ولیده، چې محمد اسماعیل نومید او د هوټل خونه د هغه په نوم ثبت وه.

خالد وايي خور یې کور ته له تلو انکار وکړ او ویل یې، چې که کلي ته لاړه شي د پخواني میړه کورنۍ به یې ووژني.

د سراکت مور وايي لور یې وروسته په هماغه ورځ ورته ټیلیفون وکړو او ورته یې وویل، چې له یوه بل سوداګر سړي سره چې پېښور کې ډېر ښه کور لري او عبدالرحمان نومیږي واده کوي.

د انځور حقوق MOHAMMAD SOMAR
Image caption ښايي تر پایه پوه نه شو، چې سراکت بي بي سره څه شوي وو

دا معلومه نه ده، چې نوموړې کله او څنګه له دغه سړي سره وپېژندل.

د حسن زادۍ په خبره د هغې ورځې په ماسپښین هغې ورته ټیلیفون کې وویل، چې 'یوه لوی کور ته راوستل شوې، پر پښو او لاسونو ورته نکریزې اېښوول شوې او د واده کالي وراغوستل شوي، خو وايي د ورځې په پای کې یې موبایل ټیلیفون مړ شو. '

حسن زادۍ وايي ' یوه ورځ وروسته میړه ورته له سعودي عربستانه په ټیلیفون کې وویل، چې د سراکت لومړنۍ میړه روغان شاه ورور ورته ټیلیفون کې ویلي، چې سراکت پېښور کې ده او موږ کولای شو اوس خپل عزت پر ځای کړو. '

حسن زادۍ وايي:

''زه هغه مهال پوه شوم، چې هغه په جال کې نښتې. ''

وروسته د پولیسو له څېړنو معلومه شوه، چې له هوټله د سراکت د ورور له وتلو وروسته د خیبر سیمې د ملېشه ځواک یوه سرتیري محمد اسماعیل هغه یوه کور ته بوتله.

اسماعیل وروسته محکمې ته وویل، چې دغه کړنه یې د خپل یوه همکار حبیب الرحمان لپاره وکړه.

محمد په دې باور دی، چې په یوه نا یوه ډول د سراکت پخواني میړه د فېسبوک جعلي اکاونټ له لارې هغه غولولې او معلومات یې رحمان ته ورکړي وو.

رحمان وروسته ونیول شو او دا هم معلومه شوه، چې هغه د روغان شاه لرې خپلوان و. پولیسو د فلک نیاز په نوم یو بل کس هم ونیو، چې د روغان شاه ورور و او د هغه کور بهر ولاړ و، چې سراکت وروستل شوې وه.

د انځور حقوق .
Image caption ظاهرشاه هغه پولیس افسر دی، چې د دغې قضیې څېړنه کوي

په دغه ټوله موضوع کې ډېرې خبرې شته، چې بې ځوابه پاتې دي، چې څنګه او کله د سراکت او رحمان تر منځ کله اړیکه پیدا شوه، د هغې مور او خور چې هغه ورسره اړیکه کې وه، تر کومه حده د هغې له پلانونو خبرې وې.

خو هغه څه چې په دغه ټوله قضیه کې جووتیږي په پاکستان کې د پت په نوم د وژنو اوږده لړۍ ده، چې دغه قضیه یې یوه بله کړۍ ده.

د دغې قضیې لړ کې درې کسان نیول شوي او ښايي وروسته د محکمې لړ کې دغو پوښتنو ته ځوابونه وموندل شي.

Image caption سراکت د پېښور په ریلکس هوټل کې اوسېده

خو هغه څه چې څرګند دی دا چې سراکت بي بي ټول عمر د یوه داسې سړي لټون کاوه، چې دا ورسره مینه وکړي او باور پرې وکړي.

په زور ودول او یوه داسې ژوند ته اړایستل، چې هغې نه غوښت د دې سبب شو، چې هغه ترې وتښتي او په تکرار دغه هڅه وکړي.

د هغې مور په دې باور ده، چې د مینې بیا موندلو او له لاسه وتلیو خوښیو لاسته راوړنې وروستۍ هڅه داسې څه وو، چې د هغې په وژل کېدو پای ته ورسېدله.

وژنه هم داسې چې نه وژونکی معلوم دی، درې نیول شوي کسان یې هم ردوي او کوم پام وړ ثبوت هم نه شته.