راډون ، زمونږ په کورونو کې پټ قاتل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په کابل او شا او خوا کې څو کورونه چې زېر خانې یا تهکویانې یې درلودې د دې څېړنې د اندازه اخیستنې سیمې وې.

مخکې له دې چې له افغانستان څخه بهر سفر وکړم، د هغو خلکو په ټولنیز شعور به له غوسې خندا راتله چې لېونیان او پیریانیان او په شکر، فشار او ریماتزم اخته ناروغان به یې زیارتونو ته ځغلول.

ما فکر کاوه چې په نړۍ کې یواځې همدا مونږ پاتې یو چې لا اوس هم په هر څه باور کوو، له افواهاتو څخه ډارېږو او بې اخځلیکه له ځانه ګډ یو. هره د سره رنګ مېوه راته د وینې او زړه تقویې، هره د سپين رنګ سریښناک خواړه راته د جنسي کمزورتیا، مرچ او ترخه شیان راته د شکرې ناروغۍ او چهار مغز ته ورته هره مغز لرونکي مېوه راته د عصبي ناروغیو دواګانې ښکاري.

ځینو خو ان د نبوي طب په نامه له ځانه دواګانې را ایستلي او په لوړه درجه شکره کې د شاتو خوراک ته اړم وي. د دې ټولو باورونو ستر لاملونه د تخصصي مطالعې نه شتون او په تخنیکي موضوعاتو د مالوماتو نه لرل دي.

کله چې له هېواده بهر ولاړم نو دا ستونزه مې له وروسته پاتې ټولنو نیولې بیا تر ډېرو پرمختللو ټولنو کې هم ولیده، خو په دومره توپیر چې په پرمختللو ټولنو کې ډېری خلکو په ځینو داسې خبرو هوايي نه بلکې تخنیکي باور درلود چې کله کله سم هم راختل.

په ۲۰۱۴ کې د چاپیریالي راډیواکټیفیټي یوې نړیوالې ناسته کې غوږ وم چې د آلمان مونشن هیلمهولتز څېړنیز مرکز مشر د یوې داسې آلې جوړونې خبر ورکړ چې په سرپوښه چاپیریالونو کې به د راډون ګاز اندازه په مستقیم ډول (پخوانیو آلو چې الفاګارډ یې مشهوره هغه ده، دا اګټیفیټي په غیر مستقیم ډول اندازه کوله) اندازه کوي.

ده وویل چې مونږ دا آله د اتریش هېواد بد ګسټین ریماتیزم مشهوره سمڅه او د مصر شاهانو درې په سمڅو کې آزمویلې او کامیابه ده.

بد ګسټاین په اتریش کې یوه سمڅه ده چې د ډبرو جوړښت له امله یې د راډون ګاز اندازه پکې ډېره لوړه ده او کله چې په ریماتیزم اخته کوم کس هلته دوه تر دری ساعته تېر کړي، نو د لوړې انرژي یا راډون څخه وتونکو وړانګو اخیستنې له امله د درد آرامښت احساس کوي.

همداراز د مصر شاهانو درې په سمڅو کې هم د راډون ګاز سطحه لوړه ده، نو ځکه خو هلته په ډېر وخت پاته کېدو سره دا امکان شته چې انسان د وړانګو ماشین څخه وتونکو وړانګو په څېر او اندازه وړانګې واخلي او ریماتیزم ته ورته ځینې ناروغۍ یې د لنډ یا اوږده مهال لپاره تداوي شي.

راډون یو بېخونده، بېرنګه، بې بویه راډیواکټیف او نجیب ګاز دی، اټومي شمیره یې ۸۶، کیمیاوي سمبول یېRn او د انسان په پینځو حواسو د پېژندګلوي وړ نه دی. راډون د یورانیمو او بیا راډیمو تجزیې په پایله کې د بېلابېلو ایزوتوپونو په بڼه را مینځته کېږي چې Rn-222 یې تر ټولو زیات او ۳،۸ ورځې نیمايي عمر لري، هر کله چې د راډون په اړه خبره کېږي هدف ورڅخه د راډون همدا ایزوتوپ وي.

د آلمان وړانګو څخه ځان او چاپیریال ساتنې ادارې څېړنو په اساس راډون د طبیعي راډیو اکټیفیتي تر ۵۰ سنله پورې جوړوي، دا ګاز د راډیواکټیف تجزیې په ترڅ کې د الفا په خپرولو سره په نورو عناصرو اوړي، الفا هغه راډیواکټیف بڅرکی دی چې هر چاپیریال ته په ننوتلو سره د هغه چاپیریال په زرګونه اټومونه آیونایز کوي 'له خنثی حالت څخه یې چارج لرونکي ته اړوي '، کله چې په چاپیریال کې شته راډون تنفس شي، سږیو ته ځي او هلته د الفا په خپرولو سره د سږیو انساج آیونایز کوي چې بلاخره کېدای شي د سږیو په چنګاښ (سرطان) واوړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هغه سمڅي چې د باد له لوري چپي او د هوا بدلون امکانات یې لږ ول د راډون لوړې کچې ښکار وې

د روغتیا نړیوال سازمان ریپوټ له مخې راډون له سګریټو څخه وروسته د سږیو سرطان دووهم ستر لامل دی، د آمریکا چاپیریال ساتنې ادارې د ریپوټ له مخې په آمریکا کې د کال ۲۰۰۰۰ کسان له راډون څخه را مینځ ته شوي سږیو چنګاښ باندې اخته کېږي، همدار راز د آمریکا هرو ۱۵ کورونو څخه یو یې د راډون لوړه کچه لري.

د روغتیا نړیوال سازمان څېړنې ښيي چې د نړۍ په بېلابېلو چاپیریالونو او اقلیمونو کې د راډون مینځنۍ کچه د کال له ۵ څخه تر ۱۵ ملي سیورټه پورې ده، خو د نړیوال اټومي انرژي آژانس لخوا په کورنو، کارځایونو او دفترونو کې د راډون ډوز کلنی حد ۱۰ ملي سیورټه تعیین شوی، که چېرې په کوم چاپیریال کې دا کچه لوړېږي نو باید د راټیټولو لپاره یې د دولت او کار ورکوونکي لخوا اقدام وشي.

راډون په بېلابېلو منرالونو او تیګو کې چې ډېری وخت د ودانیو په رغونه کې ترې کار اخیستل کېږي په پراخه کچه شته، د ځمکې پر سر خاوره د دې ګاز تر ټولو ستره چینه ده چې له ځمکې څخه په آسانۍ ودانیو او کوټو ته ننوزي. په کور دننه د اوبو پایپونه، د کړکیو، دروازو او دیوالونو چاکونه په کورونو کې د راډون چینې دي.

همداراز په نړۍ کې د اوبو ځیني چینې لکه په افغانستان کې چې د "شفا چینې" ورته وايي په خپل ترکیب کې په پراخه پیمانه راډون لري چې کېدای شي د پورته یادو شویو حالاتو په ډول ځینې وخت ځینې ناروغیو په درملنه کې هم مرسته وکړي.

وروستۍ څېړنې په دې کار کوي تر څو په اوبو کې د راډون کچې زیاتوالی د زلزلې را مینځ ته کېدو وړاندوینونکي فکټور په بڼه وکاروي چې داچاره شونې ښکاري. د راډون کچه په بندو او هغو چاپیریالونو کې د چې د هوا ادلون، بدلون یا تهویې منظم پلان اوسیسټم نه لري لوړه وي، د نړۍ ډېری کانونو کې د راډون لوړې کچې له کبله کارکوونکي د سږیو په چنګاښ اخته کېږي.

ما چې کله د راډون دغې نوې آلې په اړه د مونشن څېړنیز مرکز له مشر څخه په ۲۰۱۴ کې واورېدل نو په دې فکر شوم چې باید د افغانستان په ځینو سمڅو او کورونو کې هم د راډون کچې اندازه مالومه کړم، دغه څېړنه مې د آلمان هانوور پوهنتون او افغانستان اټومي انرژي ادارې په مرسته پیل کړه، د یو کال لپاره مو په بېلابېلو فصلونو او ځایونو کې د راډون کچه اندازه کړه.

په پنجشېر کې د زمردو څو کانونه او په کابل او شا او خوا کې د څو کورونه چې زېر خانې یا تهکویانې یې درلودې د دې څېړنې د اندازه اخیستنې سیمې وې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption .

موندنو وښووله چې په هغو ودانیو کي چې سیمټ او کاشي ډېرې کارول شوي او د تهویې یا هوا بدلونې ښه امکانات یې نه درلودل د راډون کچه آن د نړیوال اټومي انرژي آژانس تر کلني حد هم پورته وه، همدا راز هغه سمڅي چې د باد له لوري چپي او د هوا بدلون امکانات یې لږ ول د راډون لوړې کچې ښکار وې.

دا څېړنه چې تمه ده په نږدې راتلونکي کې په یوه نړیوال ژورنال کې له اخڅلیکونو سره د پییر ریفیو په بڼه چاپ شي داسې وړاندیز کوي چې هغه نوي او پاخه کورنه چې تهکویانې د ژوند کولو او مېلمستون په بڼه کاروي باید د تهویې منظم سیسټم ولري، که دا سیسټم موجود نه وي باید زېرخانې د استوګنې خونې په بڼه ونه کارول شي او که چېرې بیا ناچاري وي نو لږ تر لږه باید د ورځې دوه تر دری ځله له ۱۰ تر ۱۵ دقیقو پورې د کړکیو او دروازو په خلاصولو سره د هوا بدلون ته لاره هوار کړي.

همدا راز د سمڅو اوسېدونکي یا کارکوونکي دې هڅه وکړي چې کاري وخت د وړانګو څخه د ځان ساتنې مقرارتو په مطابق تنظیم کړي او د امکان تر حده دې په سمڅ کې لږ وخت تېر او د باد په واسطه د تهویې له امکاناتو څخه دې بشپړه ګټه پورته کړي.

همدا شان باید په ټولو کانونو کې د راډون کچه د نړیوالو معیارونو په پام کې نیونې سره په منظم ډول وڅارل شي. د سیمې، استوګنې ډول، فصل، اقلیم او چاپیریالي اکټیفیټي په تفکیک سره د راډون اندازه ګیري یو ملي پروګرام ته اړتیا ده چې د راډون د کچې له اندازه اخیستنې څخه نیولې بیا له راډون څخه را مینځ ته شویو چنګاښ پېښو ثبت او حفاظتي تدابیرو پورې پکې شامل وي.

په پای کې، په افواهاتو تر باور مخته یا خپله مطالعه وکړۍ او یا د مطالعې له اهل څخه وپوښتۍ او خبري ته یې غوږ کېږدۍ دا یوه تخنیکي موضوع ده نو لاندي ټکو ته هیله ده پام وکړۍ.

هغه وګړي چې کورنه یې پاخه او نوي جوړ کړي، ډېرې کاشیاني یې کارولي باید په کورونو کې د هوا ادلون، بدلون یا تهویې ته جدي پاملرنه وکړي، د امکان تر بریده دې زېرخانې د استوګنې لپاره نه کاروي، په چت، غولي او بام کې شته درزونه دې تر ممکن حد پورې پټ کړي، که چېري د داسې ودانیو او دفترونو اوسېدونکي د تنفسي سیسټم په تېره بیا سږیو له غیر منظم فعالیت څخه پازاب دي په جدي او چټکه توګه دې ډاکټر ته مراجعه وکړي او د سږیو چنګاښ مالومولو معینات دې تر سره کړي.