وسله والو طالبانو جوزجان کې ۵۲ کلیوال له ځان سره بیولي

د انځور حقوق .

د جوزجان درزاب ولسوالۍ د چل تپه، چارسای او چارمغز سیمو دغه ۵۲ کسه اوسېدونکی پرون له غرمې وروسته وسله والو طالبانو د جوزجان لیلې دښتې پر لور بیولی دي.

دغه نا امنه سیمه د ولسوالۍ له مرکزه شاوخوا ۸۰ کیلومتره لېرې پرته ده، چې وسله وال طالبان په کې واکمن دي او د دوی د فعالیت ډګر دی.

د نړیوال سره صلیب شپږ کارکوونکي جوزجان کې وژل شوي

"افغان چارواکو تراوسه د جنرال دوستم نهه ساتونکي نه دي نيولي"

د جوزجان والي ویاند رضا غفوري بي بي سي ته وویل، چې طالبان غواړي د سیمې پر خلکو فشار راوړي او د دوی له عایداتو پېسې تر لاسه کړي.

'' طالبانو د سیمې ۵۲ بزګران له ځانه سره بیولي او غواړي پر دوی فشار راوړي، چې زکات ترې واخلي او خپل عایدات تر لاسه کړي ''

له بله لوري د درزاب ولسوال رحمت الله حشر مني، چې دغه کسان د ځمکې پر سر د لانجې له کبله د طالبانو لاس ته لوېدلي. خو دغه سیمه ییز مسوول وايي، چې د دغو کسانو د راخوشي کېدو لپاره هڅې پیل شوې دي:

'' د سیمې خلکو او کوچیانو تر منځ له لانجې او لفظي شخړو وروسته د درزاب په اړوندو سیمو کې وسله والو طالبانو دغه کسان بیولي، چې د راخوشي کېدو لپاره یې د مخورو او علماوو هڅې پیل شوې دي. ''

وسله والو طالبانو بیا رسنیو ته ویلي، چې دغه کسان یې ځکه بیولي، چې تر منځ یې نښتې رامنځته نه شي.

دوی وايي دغه کسان به د دوی د محکمې له پرېکړې وروسته خوشي شي.

د انځور حقوق .
Image caption تېره اونۍ دغه سیمه کې د سره صلیب کارکونکي وژل شوي وو

د سیمې اوسېدونکي هم وايي، چې هلته د ځمکو پر سر لانجه شته او دې ورځو کې یې د کښت او کرنې لپاره هڅې پیل شوې وې، چې وسله والو طالبانو په کې مداخله کړې.

څه موده وړاندې هغو وسله والو، چې داعش ډلې پورې اړوند بلل شوې، د نړیوال سره صلیب کاروان دغه سیمه کې ودراوه او شپږ کارکونکي یې ووژل. تر اوسه حکومت د طالبانو له شتونه د دغې سیمې پاکولو لپاره کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب