څلورو هېوادونو کې ۱٫۵ میلیون ماشومان له "لوږې" سره مخامخ دي

د انځور حقوق EPA
Image caption نړیوال سازمانونه وايي، یمن کې د سعودي په مشرۍ د پوځي ټلوالې د عملیاتو له پیلېدا راهیسې وضعیت ډېر کړکېچن شوی

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې سومالیا، نایجریا او یمن کې د لوږې له کبله ناورین راتلونکی دی او په دې درو هېوادونو او جنوبي سودان کې ۱٫۵ میلیون ماشومان بېړنیو خوړو ته اړ دي.

دا خبرداری یوه ورځ وروسته تر هغه اعلان شوی، چې جنوبي سودان کې د لوږې کچه تر ناورینه رسېدونکې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ "یونیسف" ادارې د سې شنبې په ورځ وویل، سومالیا، نایجریا او یمن د جنوبي سودان په څېر له ورته بشري ناورین سره مخامخ دي.

نايجريا کې لوږه

''سوري حکومت 'لوږه' د وسلې په توګه کاروي''

دوی وايي، نژدې یونیم میلیون ماشومان په یادو درو هېوادونو او جنوبي سودان کې د لوږې له سخت خطر سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، نژدې نیمايي سومالیایان بشري مرستو ته اړتیا لري.

سرچینه وايي، ۱۸۵ زره ماشومان سومالیا کې له لوږې سره مخامخ دي، چې د اټکل له مخې تر راتلونکو څو میاشتو به دا شمېر ۲۷۰زرو ته لوړ شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ۱۸۵ زره ماشومان سومالیا کې له لوږې سره مخامخ دي، چې د اټکل له مخې تر راتلونکو څو میاشتو به دا شمېر ۲۷۰زرو ته لوړ شي.

د نایجریا په شمال ختیځ کې ۴۵۰ زره ماشومان په هغو سیمو کې د شخړو له کبله زیانمن شوي، چې د بشري مرستو رسول ورته ستونزمن کار دی.

یونیسف وايي، په تېرو دوو کلونو کې یمن کې د لوږې او خوارځواکۍ کچه ډېره لوړه شوې، چې دا مهال هلته ۴۶۲ زره ماشومان له سختې لوږې سره مخامخ دي.

د یونیسف مشر انتوني لیک ددغه وضعیت د کابو کولو لپاره د چټک خوځون غوښتنه کړې ده.

دی وايي "لاهم موږ ګڼ انسانان د مرګ له خولې ژغورلی شو".

په پام کې ده چې د امنیت شورا کې د غړو هېوادونو سفیران راتلونکې میاشت د نایجریا شمال، کمیرون، چاډ او نیجر ته سفر وکړي او هلته د بشري مرستو لپاره د نړیولو پام ورواړوي.

د جنوبي سودان چارواکو ویلي وو، په تېرو شپږو کلونو کې هلته سږکال لوږه وروستۍ کچې ته رسېدلې ده.

حکومت او ملګري ملتونه وايي، د کورنۍ جګړې او مخ پر ځوړ اقتصادي وضعیت له کبله ۱۰۰ زره کسان د لوږې له کبله له مرګ سره مخامخ دي او تر یو میلیون ډېر وګړي وږي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption د نایجریا شمال ختیځ ته د جګړو له کبله د بشري مرستو رسولو لارې بندې شوې