دوستم: نه مې کور کلابند شوی او نه هم له ولسمشر سره اختلاف لرم

د انځور حقوق Getty Images

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم وايي، نه له ولسمشر سره کوم اختلاف لري او نه یې هم کور محاصره شوی و.

له دې مخکې رپوټونو کې ویل شوی وو، چې د کابل ګارنیزیون او د پوځ سرتېري له تېرې شپې راهیسې د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د کور شاوخوا ځای پرځای شوي وو.

رپوټونو کې دا هم ویل شوي وو، چې د کابل په شيرپور سیمه کې د ښاغلي دوستم کور ته ډېرې غځېدلې لارې د خلکو او موټرو پرمخ تړل شوي او په سیمه کې د پولیسو سرتېري هم لیدل کېدل.

خو نن ماښام ناوخته یوې غونډې ته وینا کې ښاغلي دوستم دغه رپوټونه دروغ وبلل او ویې ویل هغه کسان غواړي د حکومت مشرانو تر منځ اختلاف رامنځته کړي، چې ده د افغانستان دښمنان وبلل.

د دوستم په وینا هلته په سیمه کې څه امنیتي مسایل وو، چې د حل لپاره یې ځواکونه سیمې ته تللې وو، نه د نوموړي د کلابندۍ لپاره.

ښاغلي دوستم د خپل کور د کلابندۍ خبرې دسیسې وبللې. ښاغلي دوستم پر ځینو ځايي رسنیو هم نیوکه وکړه، چې د نوموړي په وینا ګنګوسي خپروي.

که څه هم په لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي وو، چې امنیتي ځواکونه په شیر پور سیمه کې د ښاغلي دوستم استوګنځي په شاوخوا کې یو ځای شوي وو، خو دې سره هم د کابل پولیسو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي وو چې دغه تدابیر لومړي مرستیال پورې تړاو نه لري او نه دوی ته د جنرال دوستم د ساتونکو د نیولو امر شوی دی.

د سر چینې په وینا د امنیت په موخه دغه ډول تدابیر د دوی د کړنو یوه برخه ده او ژر به ټول ځواکونه له دغې سیمې ووځي.

دا داسې مهال رامنځته کېږي چې ښاغلی دوستم تر نژدې درېیو میاشتو وروسته تېره ورځ شاوخوا ۴ بجې له خپلو لسګونو ساتونکو سره چې یو شمېر یې په سپکو او درنو وسلو سمبال و، خپل دفتر ته لاړ.