د افغانستان او ایرلنډ سیالیو کې د نهو ریکارډونو جوړېدل

د انځور حقوق @ACBofficials
Image caption افغانستان له ایرلنډ د دې لړۍ ټولې لوبې وګټلې.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د شل اوره سیالیو لړۍ چې د هندوستان په نویدا ایالت کې تر سره شوه، په درېیمه سیالۍ کې یې د شل اوره لوبو ډېر پخواني ریکارډونه مات شول.

د مارچ پر ۱۲مه دواړو لوبډلو خپله درېیمه شل اوره لوبه وکړه، افغان لوبډلې خپلې سیالې هغې ته د ۲۳۴ منډو هدف کېښود؛ چې تر دې وړاندې د کریکټ د دویمې درجې لوبډلې دومره لوړ هدف ټاکلی نه و.

تر دې وړاندې د نیمه غړیتوب لرونکو لوبډلو تر ټولو جګ هدف ۲۲۵ منډې و، چې په ۲۰۱۳ کال کې د ایرلینډ کرېکټ لوبډلې افغان لوبغاړو ته ټاکلی و.

* شل اوريزو لوبو کې د افغانستان نړيوال ريکارډ

* افغانستان له ايرلنډه د شل اوريزو لوبو لړۍ وګټله

پخوا د افغان کریکټ ملي لوبډلې لوړ هدف ۲۱۵ منډې و، چې پر ۲۰۱۶ کال یې په شارجه کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو د زمبابوې لوبډلې ته ټاکلی و.

د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ د شل اوره لړۍ په درېیمه سیالۍ کې، د افغان لوبډلې له خوا په اتو ویکټو د ۲۳۳ منډو تر لاسه کول، په ټول کې د شل اوره سیالیو اتمې لوړې منډې دي.

۱۰۴ منډې

د سیالۍ د پای په شپږو اورونو کې تر اوسه کومې بلې لوبډلې ۱۰۴ منډې نه دي جوړې کړې، یوازې تېر کال اسټرالیا په وروستیو شپږو اورونو کې پر سریلنکایۍ لوبډلې ۹۷ منډې جوړې کړې وې.

۹۱ منډې

ایرلینډ د یادې لړۍ په درېیمه لوبه کې د پاور پلې (Power play) په شپږو اورنو کې ۹۱ منډې وکړې. دا هم پام وړ منډې دي، خو د نیدر لینډ لوبډلې په ۲۰۱۴ کال کې پر ایرلنډۍ لوبډلې همدومره منډې کړې وې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په شل اوزه سیالیو کې یوازې دوه افغان لوبغاړو له محمد نبي عیسې خېل ډېرې منډې جوړې کړې دي.

۸۹ منډې

تر اوسه په شل اوره سیالیو کې میدان ته شپږم راغلي توپوهونکي ۸۹ منډې نه دي جوړې کړې، خو افغان الراونډر محمد نبي عیسی خېل په ۳۰ بالونو سره وکړې.

تر دې وړاندې په شپږم نمبر تر ټولو ډېرې منډې ۸۵ دي چې د ۲۰۱۰ کال نړیوال شل اوره جام کې، کیمران وایټ پر سریلنکایۍ لوبډلې جوړې کړې وې.

کورنی ریکارډ ۲ لوبغاړي

په شل اوزه سیالیو کې یوازې دوه افغان لوبغاړو له محمد نبي عیسې خېل ډېرې منډې جوړې کړې دي.

* د افغانستان د کريکټ سباني درې ستوري

* محمد شهزاد له ویرات کولي مخکې شو

محمد شهزاد محمدي چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د زمبابوې پر وړاندې ۱۱۸ منډې جوړې کړې وې.

دویم لوبغاړی هم بیا نجیب تره کی دی چې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د شل اوره سیالیو په دویمه سیالۍ کې ۹۰ منډې وکړې.

۲۱ بالونه

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د شل اوره اتلولۍ په درېیمه لوبه کې افغان الراونډر محمد نبي په ۲۱ بالونو پنځوس منډې جوړې کړې، تر دا مهال بل افغان لوبغاړي دومره ژر پنځوسیزه نه وه وهلې. یوازې نجیب ځدراڼ په ۲۰۱۶ کال کې په دوبۍ کې د اماراتو پر لوبډله په ۲۲ بالونو خپله نیمه سلیزه وکړه.

د نبي دا پنځوسیزه په شل اوره لوبو کې د کرېکټ د دویمې درجې د غړو هېوادونو د توپوهونکو تر منځ څلورمه ده. تر ده وړاندې نیدرلینډي لوبغاړي (سټیفن میبورغ ) په ۱۷ بالونو د ایرلینډ پر وړاندې او ایرلینډي پاول سټرلینګ بیا په ۱۷ بالونو پر افغان لوبډلې پنځوسیزې وهلې وې.

د انځور حقوق .
Image caption محمد شهزاد له هندي لوبغاړي ویرات کولی مخکې شوی.

۹ شپږيزې

په درېیمه شل اوره لوبه کې محمد نبي ۹ شپږيزې ووهلې، چې د کرېکټ د دویمې درجې د غړو هېوادونو په توپوهونکو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

تر دې وړاندې په شل اوره سیالیو کې د دویمې درجې د لوبغاړو ترمنځ ډېرې شپږېزې هم د افغان لوبغاړي شهزاد محمدي دي چې په ۲۰۱۶ کال کې یې پر زمبابوې لوبډلې ۸ شپږیزې ووهلې.

خو په ټول کې تراوسه د لومړۍ درجي په لوبډلو کې هم کوم لوبغاړي چې په شپږم نمبر میدان ته راغلی وي، ۹ شپږيزې نه دي وهلې.

* کريکټ جلال اباد په سر اخيستى و

* مسکو ميشتو افغانانو کريکټ لوبډله جوړه کړې

تر دې وړاندې یاد ریکارډ د بوپارا و چې په ۲۰۱۴ کال کې یې په شل اوره لوبه کې پر شپږم نمبر میدان ته راغی او پر استرالیايي لوبډلې یې ۷ شپږېزې ووهلې.

محمد نبي په هر توپ د منډو کچه ) S/R ) 396.66 ده چې پر هر بال یې درېیمې لوړې منډې ترلاسه کړې دي.

لومړۍ لوړې منډې د یوراج سینګ دي چې پر ۲۰۰۷ کال یې پر اینګلینډۍ لوبډلې په ۱۶ بالونو ۵۸ منډې تر لاسه کړې چې سټرایک رېت یې 362.5 و.

دویمې لوړې منډې بیا له 357.14 سټرایک رېټ سره د کولین مونرو ۵۰ دي چې په ۱۴ بالونو یې پر سریلنکايۍ لوبډلې تر سره کړې وې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان لوبغاړي له لوبې ګټلو وروسته.

۶۹ منډې

د افغانستان او ایرلنډ لوبډلو ترمنځ د شل اوره لوبو په درېیمه سیالۍ کې ایرلینډي توپ اچوونکي بیري مک کارتي په څلورو اورونو کې ۶۹ منډې ور کړي چې دا په شل اوره سیالیو کې تر ټولو ډېرې ورکړل شوې منډې دي.

تر مک کارتي وړاندې د ډېرو منډو ورکولو ریکارډ د کایل اباټ و چې ۲۰۱۵ کال کې یې په څلورو اورونو کې ویسټ انډیز کرېکټ لوبډلې ته ۶۸ منډې ور کړې وې.

۴۳۸ منډې

د افغانستان او ایرلنډ لوبډلو د شل اوره سیالیو په لړۍ کې تولټال ۴۳۸ منډې جوړې شوې، چې دا په شل اوره لوبو کې شپږم نمبر لوړې منډې دي، خو د کریکټ د دویمې درجې د هېوادونو په کچه بیا تر ټولو لوړې هغه دي.

تر دې وړاندې د دویمې درجې د غړو هېوادونو د لوبډلو لوړې منډې ۳۸۳ وې چې د ۲۰۱۵ کال د کرېکټ د نړیوالې شورا د شل اوره جام د غوراوي سیالۍ کې افغان او سکاټلنډۍ لوبډلې تر سره کړې وې.

اړونده مطالب