ایرلنډ سره کرېکټ یوه ورځنیو لوبو کې د افغانستان لومړۍ بریا

د انځور حقوق @ACBOFFICIALS
Image caption د پچې له ګټلو وروسته لومړی د افغانستان لوبډلې لوبه پیل کړه

د افغانستان کرېکـټ ملې لوبډلې د هند پلازمېنې ډیلي کې له ایرلنډ سره د پنځو یوه ورځنیو لوبو لومړۍ سیالۍ کې د ایرلنډ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د پچې له ګټلو وروسته لومړی د افغانستان لوبډلې لوبه پیل کړه او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۹۳ منډو هدف وټاکه او د افغانستان اووه لوبغاړي سوځېدلي وو.

خو د ایرلنډ کرېکټ ټوله لوبډله له ټاکلي هدف سره د ۳۰ منډو په توپیر له ډګره ووتله.

افغان اوپنرانو محمد شهزاد او نور علي ځدراڼ چټک پیل وکړ او شهزاد د ٤٣ او نور علي ځدراڼ د ٥١ منډو له جوړولو وروسته وسوځېدل.

افغانستان له ایرلنډه دریمه او وروستۍ ۲۰ اوریزه لوبه هم وګټله

د افغانستان او ایرلنډ سیالیو کې د نهو ریکارډونو جوړېدل

رحمت شاه له ۷۸ منډو سره د افغان بيټینګ لاین تر ټولو مخکښ و.

هدف ته د رسېدو لپاره ایرلنډ لوبډلې خورا په زړه پورې لوبه پیل کړه او یو مهال چې د ۱۷۰ منډو بدل کې یې ایله یوه وېکټه له لاسه ورکړې وه، داسې معلومېدل، چې ښايي ایرلنډ لوبغاړي به هدف ته ورسېږي.

خو د راشدخان او دولت ځدراڼ له لوري یو په بل پسې د څلورو، څلورو وېکټونو تر لاسه کولو وروسته د لوبې حالت بدل شو او لوبه د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.

له دې مخکې افغانستان له ایرلنډ سره د دریو لوبو لړۍ ټولې لوبې افغانستان ګټلې دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب