محکمې د ټپي طالب وژونکي بریتانوي پوځي د جرم کچه د 'قصدي' پر ځای غیر قصدي بللې

الکساندر بلیکمان د انځور حقوق AP
Image caption د بلیکمان د مخکینۍ محاکمې پر پرېکړه اعتراضونه شوي وو او د نوموړي د دفاع لپاره ځینې کسان رامخکې شول، چې د بیا ځلې محاکمه غوښتنه یې وکړه.

بریتانیا کې یوې محکمې د دغه هېواد سمندري ځواک د یوه سرتېري له لوري د یوه ټپي طالب وژنې جرم د 'قصدي قتل ' پر ځای غیر قصدي وژنه بللې. د مارچ پر ۱۵ لندن کې د ډلګۍ مشر الکساندر بلیکمان د قضیې بیا څېړنې لپاره محاکمه پیل شوه.

نوموړی له دې مخکې هلمند کې په قصدي ډول د یوه ټپي طالب قصدي وژنې مجرم پېژندل شوی و او د ۱۰ کلن زندان په سزا محکوم شوی و.

د ټپي طالب وژونکي برتانوي سرتېري ته د عمربند سزا

د ۱۶ افغانانو په وژنه تورن پوځي د جرم اعتراف وکړ

د ۱۶ افغانانو په وژنه تورن امریکایی زندان ته ولېږدول شو

قاضیانو د جرم تر سره کولو پر مهال د نوموړي د ذهني حالت د ګډوډۍ پر استناد د هغه د جرم کچه له قصدي قتل نه غیر قصدي وژنې ته ټیټه کړه.

بلیکمان چې له محکوم کېدو مخکې یوازې د سمندري پوځي (اي) په مخفف نوم پېژندل کېده، د محاکمې پر مهال محکمه کې موجود نه و.

د دغه پخواني سمندري سرتېري لپاره تر اوسه سزا نه ده ټاکل شوې، خو داسې فکر کېږي، چې د نوموړي سزا به هم لږ شي.

الکساندر بلیکمان ۲۰۱۳ کال کې د یوه ټپي طالب وژنې په تور د قصدي قتل مجرم وبلل شو.

د بریتانیا قوانینو کې د قصدي قتل تر ټولو لویه سزا عمري زندان دی، خو مخکینۍ محاکمه کې هم د جرم تر سره کولو شرایطو په ګډون 'علل مخففه ' ته په پام سره نوموړی په ۱۰ کلن سزا محکوم کړی و.

دا د بریتانیا تاریخ کې لومړی ځل دی، چې د دغه هېواد د ځواکونو یو سرتېری د جګړې ډګر کې د دښمن وسله وال د وژنې په تور محاکمه کېږي.

د ۲۰۱۱ کال سپتمبر میاشت کې د بلیکمان په مشرۍ د بریتانوي ځواکونو یوې ډلګۍ سرتېرو هلمند کې د ګزمې پر مهال یو ټپي طالب موندلی و، چې وسله یې هم له لاسه لېرې پرته وه او دغه بریتانوي پوځي قصداً پر هغه طالب ډزې کړې وې او وژلی یې و.

د پوځيانو دغې ډلګۍ موضوع پټه ساتلې وه، خو دا پېښه د هغه د یوه ملګري په خولۍ کې لګېدلې یوې کېمرې ثبت کړله او وروسته یې دغه کلیپ بریتانوي قومندانانو ته ورکړ، چې بیا همدغه کلیپ د بلیکمان د محاکمې لپاره ثبوت شو.

د مخکینۍ محاکمې پر پرېکړه اعتراضونه شوي وو او د نوموړي د دفاع لپاره ځینې کسان رامخکې شول، چې د بیا ځلې محاکمه غوښتنه یې وکړه.

د چهارشنبې ورځې په محاکمې کې بریتانوي قاضي وویل، چې بلیکمان د ۲۰۱۱ کال مارچ کې افغانستان جګړې کې له ګډون مخکې اصولو او مقرراتو ته پابند پوځي و، خو په وینا یې افغانستان کې له سخت رواني فشار سره مخامخ شو، چې په سختۍ سره یې د نوموړي پرېکړې کولو وړتیا اغېزمنه کړه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د الکساندر بلیکمان مېرمن کلایرې بلیکمان د مېړه قضیې بیا څېړنې له محاکمې وروسته'خوښي' ښوولې

د نوموړي په وینا د همدې رواني فشار پایله کې "طالبانو سره د هغه زړه کې سخته کینه پیدا شوه او نوموړي له هغوی د غچ اخیستو فکرونه کول "

قاضي وايي، کله چې پېښه رامنځته شوه، د پوځیانو دغه ډله د دښمن د برید له خطر سره مخامخ وه.

د محاکمې بهیر کې بلیکمان چې وژنه ردوي، ویلي و، فکر یې کاوه وسله وال وار له مخه وژل شوی او دی یوازې پر مړي خپله غوسه باسي.

په پام کې ده قاضیان به راتلونکو ورځو کې د نوموړي د سزا په تړاو پرېکړه اعلان کړي.

نوموړی له ۲۰۱۳ کال راهیسې په یوه غیر پوځي زندان کې ساتل کېږي او د نوي حکم صادرېدو تر مهاله به همدې زندان کې پاتې شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب