پاریس: د ای ایم ایف دفتر ته لیک کې استول شوي باروت چاودلي

فرانسه د انځور حقوق Reuters
Image caption امنیتي چارواکي وايي، چاودېدونکي توکي یوه لیک کې استول شوی وو

د فرانسې پلازمېنه پاریس کې چارواکي وايي، دغه ښار کې د نړیوال وجهي صندوق (ای ایم ایف) په دفتر کې یوه لیک کې استول شوي باروت چاودلي او یو کارکوونکی یې ټپي کړی دی.

د کارکوونکي لاسونه او مخ ټپي شوي دي او له دفتره کارکوونکي بهر ایستل شوي دي.

د ای ایم ایف کرستاین لګارد د دغې ادارې خلاف دغه ' ناځوانه له تشدده ډکه کړنه 'سخته غندلې ده.

د پاریس او بروکسل بریدونو 'همغږی کوونکی' وپېژندل شو

پاریس ته څېرمه له دوو قطري ښځو ۵ میلیون یورو غلا شوي

بل لور ته جرمني کې پولیس وايي یو بم یې شنډ کړی، چې په وینا یې د مالیې وزیر وولفګینګ شونیل ته استول شوی وو.

یونان کې یوې کیڼ اړخه ډلې ' کانسپایرنسي اف فایر سیلز ' پر خپله ویب پاڼه ادعا کړې، چې دغه چاودیدونکي توکي دوی لېږلي وو.

د ای ایم ایف کرسټاین لګارډ له لوري یوې اعلامیې کې ویل شوي، چې دوی له فرانسې چارواکو سره په ګډه د دغې پېښې په تړاو څېرنه کوي.

ای ایم ایف له هغو دریو ادارو یوه ده، چې له اروپايي کمېسیون او د اروپا له مرکزي بانک سره په شریکه یې یوناني حکومت ته د پور لنډولو لپاره مالي مرسته ورکړې وه.

جرمني کې به د مالیې وزیر شونیل د پنجشنبې پر ورځ د امریکا له مالیې وزیر سټېون منوچن سره وویني.

اي ایف پي خبري اژانس د ځايي پولیسو له قوله ویلي، چې جرمن وزیر ته استول شوي مواد په داسې انداز ډیزان شوي وو، چې پرانیستونکی یې سخت ټپي کولای شوای او دغه مواد د وزارت پوستې کې شنډ کړل شوی دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب