کندهار والي: پر مېلمستون برید طالبانو کړی و
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کندهار والي: پر مېلمستون برید طالبانو کړی و

د کندهار والي له درملنې وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې راته وايي ، دوې مياشتې وړاندې يې په دفتر کې دننه څرنگه چاودنه وشوه چې د اماراتو سفير او گڼ کسان يې ووژل. د افغانستان د سويلي ولایت کندهار والي وايي، ډېر ژر خپلې دندې ته ستنېږي. همايون عزيزي چې دوه مياشتې وړاندې په خپل دفتر کې د چاودنې پر مهال سخت ټپي شوى و اوس له درملنې وروسته لومړنۍ مرکه له بي بي سي پښتو تلويزيون سره وکړه. ښاغلي عزيزي وويل هغه بريد طالبانو کړى او د افغان ساتونکو بې غورۍ هم په کې لاس درلود. عصمت الله بهير لومړى ترې د چاودنې د شېبو حال وپوښت