پاکستان دین ته د سپکاوي مخنیوي لپاره له فېسبوکه مرسته غوښتې

د انځور حقوق EPA
Image caption پاکستان کې یو شمېر کسانو له حکومته غوښتنه کړې، پر هغو پاڼو بندیز ولګوي، چې دین ته د سپکاوي په اړه مواد خپروي

پاکستان وايي، له فېسبوک ادارې یې غوښتي، چې د پاکستانیانو لخوا پر فېسبوکپاڼه د دین خلاف موادو خپرېدو په اړه څېړنه کې ورسره مرسته وکړي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت په خبره، فېسبوکپاڼې چارواکو په دې لړ کې د خبرو لپاره پاکستان ته د یوه پلاوي لېږلو ژمنه کړې ده.

پاکستان: احتجاجیانو د تري تم شویو لیکوالو د موندنې غوښتنه کړې

دین ته د سپکاوي په تور نیول شوې پاکستانۍ نجلۍ نابالغه ده

دین ته سپکاوی پاکستان کې خورا حساسه موضوع ده. یو شمېر کسان وايي په دغه هېواد کې دین ته د سپکاوي قانون چې له مخې یې ځینې مهال د اعدام سزا هم ورکول کېږي کله نا کله پر لږکیو د فشار لپاره بې ځایه استعمالېږي.

د انځور حقوق AFP

د روانې اونۍ پیل کې لومړي وزیر نوازشریف پر ټولنیزو رسنیو د دین خلاف موادو خپرونکو خلاف فعالیت سره همغږي اعلان کړه.

د خپل ګوند پر رسمي ټویټر پاڼه نوموړي ویلي، دین ته سپکاوي ' د نه بښلو وړ جرم دی. ' د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار د پاکستان دغه هوډ بیا تکرار کړ.

نوموړي ډان ورځپاڼې سره خبرو کې ویلي:

''فېسبوک او نورې ټولې هغه پاڼې به چې خدمتونه وړاندې کوي دین ته د ټولو سپکاوي کونکو په اړه معلومات له موږ سره شریکوي. ''

داسې ډېر څه نه دي ویل شوي، چې تر اوسه دین ته د سپکاوي په تړاو څومره انلاین مواد موندل شوي دي، خو ماضي کې د اسلام پیغمبر تصویرونه او پر قرانکریم نیوکې هغه څه وو، چې دین ته سپکاوی بلل کېدل.

د انځور حقوق AFP
Image caption دا وروستیو کې دغه هېواد کې پنځه لبرال فعالان او بلاګ لیکونکي بې درکه شول او پرې ټولنیزو رسنیو کې دین ته د سپکاوي تور پورې شو.

خو یو شمېر اعتراض کونکي وايي دغه نوی ګام یوازې د مخالفانو ځپلو لپاره یوه پلمه ده.

دا وروستیو کې دغه هېواد کې پنځه لبرال فعالان او بلاګ لیکونکي بې درکه شول او پرې ټولنیزو رسنیو کې دین ته د سپکاوي تور پورې شو.

دا په پاکستانۍ ټولنه کې، چې تر ډېره حده محافظه کاره بلل کېږي خورا سخت تور بلل کېږي، چې کېدای شي پایله کې یې تورن کسان د ولسي غوسې ښکار شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب