د خبریالانو او پخوانیو لوبغاړو تر منځ فوټبال لوبه

د انځور حقوق .
Image caption د لوبې پایله له وړاندې څرګنده وه

یو شمېر افغان خبریالانو په کابل کې د خبریالانو د ورځې په ویاړ د افغانستان د فوټبال له مخکنیو لوبغاړو سره یوه سمبولیکه لوبه وکړه.

په ۱۳۹۲ کال کې د دغې ورځې له نومولو راهیسې دا لومړی ځل دی چې دغه ورځ په سپورتي سیالي او دا شان مراسمو سره لمانځل کېږي.

زابل کې د سړک غاړې ماین چاودنې درې خبریالان ټپیان کړل

افغانستان: لسګونه رسنۍ کاري جوازونه نه لري

د بېلابېلو خبري رسنیو خبریالانو د افغانستان د ملي لوبډلې جامې پر تن کړې وې.

د لوبې پایله له وړاندې څرګنده وه.

د انځور حقوق .
Image caption دغه لوبه چې د افغانستان د ورزشي خبریالانو په نوښت جوړه شوې وه ۱۲ د پنځو پر وړاندې د فوټبال مخکنیو لوبغاړو په ګټه پای ته ورسېده.

له هغو کسانو سره سیالي وه چې یو عمر یې په هېواد او سیمه کې فوټبال کړی. په هغه هېواد کې چې خبریالي ستونځمن کار او د بیان ازادي له جدي ننګونو سره مخ ده او وخت ناوخته یې خبریالان قرباني کیږي.

په وروستیو کلونو کې زیات شمېر افغانان د جګړې د ناوړه خبرونو ترڅنګ د ځینو ښو خبرونو شاهدان هم وو، په تېره بیا د سپورت په برخه کې، چې د فوټبال فدراسیون سکرتر جنرال په وینا خبریالانو یې خلکو ته په رسولو کې اغېزمن رول درلود.

''خوښ یم چې نن خبریالانو او د ورزش برخې کارکوونکو یو بل ته لاس سره ورکړی او ددغې ورځې لمانځنه کوي. زما په آند که دغه دوه برخې په ریښتنې توګه کار وکړي، د افغانستان د اوسنیو ستونځو په حل کې به مرسته وکړي ''

دغه لوبه چې د افغانستان د ورزشي خبریالانو په نوښت جوړه شوې وه ۱۲ د پنځو پر وړاندې د فوټبال مخکنیو لوبغاړو په ګټه پای ته ورسېده.

د انځور حقوق .
Image caption د اتلولي جام افغان خبریالانو ته ورکړل شو

خو د اتلولي جام یې په هېواد کې د خبریالۍ سختو چارو ترسره کولو په ویاړ افغان خبریالانو ته ورکړ.

په افغانستان کې داسې مهال د دغې ورځې لمانځنه کېږي چې وړاندې تر دې د افغانستان د خبریالانو خوندیتوب کمېټې ویلي چې ۲۰۱۶ کال په افغانستان کې خبریالانو ته تر ټولو خونړی کال وو.

اړونده مطالب

ورته مطالب