۱۶ ولایتونو ته به دفاع وزارت د ښوونځیو درسي کتابونه رسوي

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption په پکتیکا کې ټوله ښونه او روزنه په تېره بیا د نجونو هغه کمزورې ده او څومره چې له مرکزه لېرې کیږي حالت نور هم خرابیږي.

افغان ولسمشر د دفاع وزارت ته دنده سپارلې چې شپاړسو ولایتونو ته د ښوونځيو درسي کتابونه ورسوي.

د پوهنې وزارت نه دی توانېدلی چې د تدارکاتي ستونزو له کبله دغو ولایتونو ته کتابونه ورسوي.

د افغانستان په سړو سیمو کې د نوي لمریز کال په رادبره کېدو سره ښوونیز کال هم پیلیږي.

د افغانستان په په یوه ګوښه او محافظه کار ولایت کې د سر سر چارواکو د ښوونیز کال په پیل کې ښوونځیو ته د کوچنیانو د استولو لپاره بېساری کمپیان بیل کړی دی.

'یوه اونۍ کې به د ښوونیز نصاب کتابونه واستول شي'

افغان معارف وزارت په میلیونونو کتابونه چاپ کړي

پکتیکا والي په خپله په مټا خان ولسوالۍ کې کور په کور د خلکو دروازې ټکوي او کورنۍ هڅوي چې خپل ماشومان ښوونځي ته واستوي.

والي الیاس وحدت وايي کورنیو ته یې ورتګ ټولو اوسېدونکو ته ټاکلی پیغام لري.

په پکتیکا کې ټوله ښونه او روزنه په تېره بیا د نجونو هغه کمزورې ده او څومره چې له مرکزه لېرې کیږي حالت نور هم خرابیږي.

د مټا خان ولسوالۍ یو قومي مشر وايي دوی ژمنه کړې چې خپل ماشومان که نجونې وي یا هلکان ښوونځي ته لېږي.

خو د خلکو له دغې لېوالتیا سره سره، د همدې پکتیکا ترڅنګ، خوست، پکتیا، غزني، هلمند، ارزګان، فراه او لسو نورو ولایتونو ته لا هم د پوهنې وزارت له خوا درسي کتابونه نه دي استول شوي.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption ګڼ ښوونځي ودانۍ نه لري
د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption ولسمشر د دفاع وزارت ته ویلي چې پاتې شپاړسو ولایتونو د کتابونو په رسولو کې مرسته وکړي.

له همدې کبله ولسمشر محمد اشرف غني د پوهنې وزارت چارواکي ورغوښتي وو او د ستونزو په اړه یې ترې پوښتنې ګرویږنې کړې دي.

ولسمشر د دفاع وزارت ته ویلي چې پاتې شپاړسو ولایتونو د کتابونو په رسولو کې مرسته وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال دواخان مینه پال په دې اړه بي بي سي ته وویل:

"ولسمشر دوي ټول راغوښتي او دا یې ورته وویل چې په دې اړه باید بیړني ګامونه اوچت شي. په دې برخې کې هیڅ ډول ناغیړي د منلو وړ نه ده او کله چې زده کوونکي ښوونځي ته ځي نو له ښوونکو کتابونه غواړي چې باید ورته تیار وي".

ښاغلی مینه پال وايي دغه مسله به په جدي توګه څارل کیږي.

د پوهنې وزارت په وخت د کتابونو نه رسول د نا امنۍ له کبله بولي، په داسې حال کې چې په څو ورځو کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې نوی ښوونیز کال پیلېږي او دا ځل د کتابونو د نشتوالي سره.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د پوهنې وزارت په وخت د کتابونو نه رسول د نا امنۍ له کبله بولي، په داسې حال کې چې په څو ورځو کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې نوی ښوونیز کال پیلېږي او دا ځل د کتابونو د نشتوالي سره.

د لرې پرتو ولایتونو زده کونکي داسې مهال له اړینو کتابونو بې برخې دي،چې د نوي نصاب کتابونه د بازارونو په هټویو کې نه موندل کېږي او که وموندل شي، ډېری زده کتونکي یې د بې وزلۍ له کبله د پیریدلو توان نه لري.

ورته مطالب