''سیندونه هم انسانان دي''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هند دوو سیندونو ته د محکمې د پرېکړې پر بنسټ د انسان حیثیت ورکړل شوی

د هند شمال اتراکنډ ایالت کې یوې محکمې پرېکړه کړې، چې د دغه هېواد دوه لرغوني سیندونه ګنګا او جمنا چې سپیڅلي بلل کېږي د ژوندیو انسانانو حیثیت ورکړل شي.

محکمې په خپله پرېکړه کې ویلي، د انسان حیثیت ورکولو له کبله به د دغو سیندونو ( خوندیتوب ) شونی شي او له ککړتیا به یې وژغوري.

د محکمې پرېکړه کې ویل شوي، دغو سیندونو کې د خځلو غورځول به یوه انسان ته د زیان رسولو په توګه بلل کېږي.

د هندوانو له عقیدې سره سم دغه دواړه سیندونه سپیڅلي بلل کېږي.

هند: د نړۍ له یوه سره تر بله د ښځو په لاس الوتنه

د هند تر ولکې لاندې کشمیر: ودونو کې پر 'بې ځایه' لګښت بندیز

د محکمې پرېکړه کې دغه راز یادوونه شوې، چې هندوان د دغو سیندونو پر سپیڅلتیا بشپړ باور لري او د خپل وجود برخه یې بولي او دغو سیندونو له پیله د هندیانو روح او بدن ته غذا رسولې.

محکمې ویلي، چې د ښاري نفوس ډېروالي له کبله دواړو سیندونو ته سخت زیان اوښتی.

د ایالت دوه افسران د ګنګا او جمنا ' قانوني ساتونکي ' ګومارل شوي، چې د دواړو سیندونو له حقونو به دفاع کوي.

خیریه کارکوونکي وايي، د محکمې له پرېکړې وروسته به د سیندونو پاکۍ کې چټکتیا رامنځته شي.

له دې مخکې تېره اونۍ نیوزلانډ کې هم وهان ګانیوی سیند ته د انسان حیثیت ورکړل شوی، چې دا نړۍ کې لومړی ځل یوه سیند ته له قانوني پلوه د انسان حیثیت ورکول وبلل شول.

اړونده مطالب

ورته مطالب