د ټرمپ د کمپاین مشر 'په پټه پیسې اخیستې'

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption ښاغلي لشچنکو د بانکي اکونټ داسې معلومات خپاره کړي، چې وايي د پل منافورټ لاسلیک ورباندې شوی او ښيي چې د ۲۰۰۹ کال اکتوبر میاشت کې یې د مرکزي امریکا کې د یوه خیالي شرکت په مټ ۷۵۰ میلیون ډالر ترلاسه کړي دي.

په اوکرایین کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پر پخواني مشر پل منافورټ د ۷۵۰ میلیون ډالر 'پټو پیسو' اخیستو تورونه لګول شوي، خو د هغه ویاند دا تورونه ردوي.

پخوانی ورځپاڼه لیکونکی او د اوکرایین د پارلمان غړی سرهي لشچنکو پر پل منافورټ تور لګوي، چې د اوکرایین له پخواني ولسمشر ویکتور یانوکوویچ - چې روسیې ته تښتېدلی - یې په پټه پیسې ترلاسه کړې دي.

ښاغلي لشچنکو د بانکي اکونټ داسې معلومات خپاره کړي، چې وايي د پل منافورټ لاسلیک ورباندې شوی او ښيي چې د ۲۰۰۹ کال اکتوبر میاشت کې یې د مرکزي امریکا کې د یوه خیالي شرکت په مټ ۷۵۰ میلیون ډالر ترلاسه کړي دي.

علي خامنه يي: ډونلډ ټرمپ نړۍ ته د امریکا اصلي څېره څرګنده کړه

د ډونلډ ټرمپ د پخوانیو مالیو اسناد افشا شوي

نوموړی وايي، یاد شرکت د یوه جعلي تړون پربنسټ دغه پیسې د کمپیوټرونو پر رانیولو لګولې او د قرغیزستان پلازمېنه بیشکک کې یې د ''ډیویس منافورټ'' په نامه شرکت ته ورکړې دي.

ددغه سند رښتینولي کومې خپلواکې سرچینې نه ده کړې.

د پل منافورټ یوه ویاند دا تورونه رد کړي دي.

پل منافورټ د ښاغلي ټرمپ یو پخوانی سلاکار و، چې ویل کېږي د امریکا استخباراتي سازمان لاهم تر اوسه له روسي چارواکو سره د هغه د اړیکو پر څېړلو بوخت دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption پل منافورټ مني چې د اوکرایین د پخواني ولسمشر ویکتور یانوکوویچ سلاکار پاتې شوی دی

د امریکا فډرالي پولیسو (ایف بي ای) مشر جیمز کمي د دوشنبې په ورځ وویل، ددغې دوسیې څېړل ''ډېر پېچلي'' شوي دي.

پل منافورټ د ۲۰۱۶ کال اګسټ میاشت کې هغه مهال د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند ډونلډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین له مشرۍ استعفا وکړه.

ښاغلی منافورټ د یوه ستراتیژیست او لابي کوونکي په توګه پېژندل شوی.

نیویارک ټایمز: ښایي ټرمپ دوه لسیزې مالیه نه وي ورکړې

نوموړی مني چې اوکرایین کې یې د سیاسي سلاکار په توګه کار کړی، خو د نغدو پیسو ترلاسه کول ''بې بنسټه، احمقانه او بې معنا'' خبره بولي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پل منافورټ د ۲۰۱۶ کال اګسټ میاشت کې هغه مهال د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند ډونلډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین له مشرۍ استعفا وکړه.

ورته مطالب