د لندن برید په اړه د نړۍ د مشرانو همدردي

د انځور حقوق EPA
Image caption د بېړني غبرګون مامورین د شپې تر ناوخته د برید ځای کې و

د چارشنبې په ورځ لندن کې د بریتانیا پارلمان ته څېرمه له مرګوني برید وروسته، چې لږترلږه پنځه کسان پکې ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول، د هغو هېوادونو مشرانو له بریتانیا سره همدردي وښوده، چې په وروستیو کلونو کې پخپله دغه هېوادونه د یولړ خونړۍ بریدونو شاهدان وو.

یوه بریګر چې ظاهراً یوازې و، پر لارویانو په چړې برید وکړ، درې کسان یې ووژل چې یو پکې پولیس و، بریدګر هم په ډزو ووژل شو.

د فرانسې او جرمني مشرانو، چې تېر کال د ورته مرګونو بریدونو شاهدان و، له بریتانیا سره د همکارۍ وړاندیز کړی دی.

د امریکا ولسمشر هم د برید د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي ښودلې او د بریتانیا امنیتي ځواکونه یې ستایلي دي.

لندن برید: ۵ کسان وژل شوي ۴۰ ټپیان دي

د پاریس او بروکسل بریدونو 'همغږی کوونکی' وپېژندل شو

په "ویسټمنیسټر بریج" کې ټول ټال ۲۰ کسان د یوه بریدګر له خوا ژوبل شوي، چې درې یې فرانسوي زده کوونکې او دوه رومانیايي وګړي دي.

د پاریس ایفل څلي څراغونه قربانیانو ته د درناوي په پار له نیمې شپې وروسته ګل شول.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د بریتانیا له خلکو سره د "همغږۍ" اعلان کړی چې وايي "موږ ټولو ته ترهګرو سرخوږی جوړ کړی او فرانسه پوهېږي چې د بریتانیا خلک نن له کوم ډول رنځ سره مخامخ دي".

تېر کال، د فرانسې په سوېلي "نیس" ښار کې یوې لارۍ چلوونکي د "باسټیل" مراسمو پر ورځ د راغونډو شویو خلکو پر خوا موټر وروست چې لږترلږه ۸۴ کسان یې ووژل.

د برید پړه "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې ومنله.

د انځور حقوق AP
Image caption د بروکسل د بریدونو یو کال تېرېدو مراسم

د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل - چې هېواد یې په تېره ډسمبر میاشت برلین کې د کریسمس پر یوه بازار د لارۍ وروستلو شاهد و چې ۱۲ کسان پکې ووژل شول - ویلي "له خپلو بریتانیايي ملګرو او د لندن له ټولو خلکو سره خپله همدردي ښيي".

دا زیاتوي: "غواړم د جرمني او جرمنیانو له خوا ووایم چې له هر ډول ترهګرۍ سره مبارزه کې د لویې بریتانیا ترڅنګ ولاړ یو".

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بریتانیا له لومړۍ وزیرې ټیریزا مې سره ټیلېفوني خبرې کړې. هغه د قربانیانو له کورنیو سره همددردي ښودلې او د بریتانیايي ځواکونو اغېزناک غبرګون یې ستایلی دی.

سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي ټرمپ د برید د مسؤولو کسانو موندلو کې د امریکايي دولت د "بشپړې همکارۍ او ملاتړ" ژمنه کړې ده.

د اروپايي کمېسیون مشر ژان کلوډ یونکر د لندن له خلکو سره پر همدردۍ سربېره ویلي دا برید د بروکسل د بریدونو له ټیک یوه کال تېرېدا وروسته پر هماغه ورځ شوی دی.

ده په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "نن د بروکسل او بلجیم د خلکو د ورته درد له تېرېدا یو کال تېرېږي".

"په دې حساسه شېبه کې، موږ اروپايي کمېسیون کې یوازې ستاسې د همدردرۍ جبرانولو د احساس توان لرو".

د انځور حقوق EPA
Image caption د لندن د برید ځای

د کاناډا لومړي وزیر جسټین تروډو په یوه خبرپاڼه د لندن برید "په ګرده نړۍ کې پر ډیموکراسۍ" برید بللی او وايي چې کاناډایان "د ترهګرۍ پروړاندې له بریتانیايي خلکو سره ولاړ دي.

د اسټرالیا لومړي وزیر مالکوم ټرنبول دا "هرځای پر پارلمانونو، ازادۍ او ډیموکراسۍ برید" بللی او د بریتانیا له حکومت سره یې خپله همدردي او ملاتړ ښودلی.

د هالنډ لومړي وزیر مارک روټ ویلي: "له لندنه وېروونکي انځورونه. د ښار زړه په نخښه شوی. د بریتانیا له خلکو سره زموږ همدردي ده".

د روسیې د بهرنیو چارو وزیارت ویاندې ماریا زخارووا له ټپیانو سره همدردي او د وژل شویو وګړو له خپلوانو سره یې غمشریکي ښودلې ده.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د روسیې د بهرنیو چارو وزیارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي، ترهګري هېڅ پوله نه لري

ورته مطالب