بریتانیا پولیسو د لندن بریدګر نوم اعلان کړی

د انځور حقوق PA
Image caption پولیسو تېره شپه برمنګهام کې ځینې ځایونه تلاشي کړي او ځینې کسان یې نیولي

د بریتانیا پولیسو هغه سړی چې تېره ورځ یې لندن کې برید وکړ د خالد مسعود په نوم پېژندلی دی.

نوموړی د برتیانیا کینټ سیمه کې زېږېدلی و او د پولیسو په خبره اوسمهال یې په اړه کومه څېړنه نه کېده، خو وايي له دې مخکې یې په تړاو تحقیقات شوي دي.

داسې باور کېده، چې دغه ۵۲ کلن سړی په ویسټ میډلنډ سیمه کې اوسېد.

پولیس وايي له دې مخکې د نوموړي په اړه داسې کوم اسخباراتي معلومات نه و تر لاسه شوي، چې ګواکې هغه به د کوم برید نیت لري.

خو په وینا یې پولیسو سره د وسلې او ګډوډۍ رامنځته کولو په ګډون ځینو جنايي مسایلو کې د هغه ریکارډ موجود و.

د انځور حقوق AP

نوموړی ۱۹۸۳ کال کې لومړی ځل د مجرمانه وراني او وروستی ځل ۲۰۰۳ کال کې د یوه چاکو ساتلو قضیو کې ښکېل بلل شوی و. خو نوموړی له دې مخکې د ترهګرۍ پېښه کې ښکېل نه و.

اسلامي دولت نومې ډلې داعش د چهارشنبې پر ورځ د برتانیا پارلمان ته څېرمه دغه بریدکونکي په اړه ویلي، چې د دوی ملګری و.

دغې ډلې د 'اعماق' په نوم وېبپاڼه باندې د اعلامیې په خپرولو ویلي چې بریدکوونکی" د اسلامي دولت سرتېری دی" او برید یې "ایتلاف کې شاملو هېوادونو" ته ګوزار بللی.

پرون (چهارشنبه) یوه سړي موټر د ویسټمنسټر پر پلې لارې تلونکو کسانو وروست چې ګڼ کسان یې ټپیان کړل.

بیا وروسته هغه یو پولیس په چړې ووژاه، خو وروسته د پارلمان ساتونکو پولیسو بریدګر په ډزو وواژه.

د بریتانیا د ترهګرۍ ضد مبارزې پولیسو ویلي، د لندن ویسټمنسټر برید په تړاو یې چې لږترلږه پنځه کسان پکې ووژل شول او څلوېښت نور ټپیان شول، اوه کسان نیولي دي.

د انځور حقوق Getty Images

د دغې ادارې سرپرست مشر مارک راولي ویلي، سلګونو کسانو تېره کرۍ برمنګهام ښار کې څلور کورونه تلاشي کړل.

په دې تلاشۍ کې اوه کسان نیول شوي دي.

راولي وايي د تېرې شپې عملیات لندن کې د چارشنبې ورځې د برید په تړاو ترسره شوي.

لندن برید: ۵ کسان وژل شوي ۴۰ ټپیان دي

د لندن برید په اړه د نړۍ د مشرانو همدردي

برمنګهام د بریتانیا هغه یو ښار دی چې تر ډېره پکې کډوال اوسېږي او د بریتانیايي مسلمانانو لویه ټولنه هم پکې شته.

تراوسه د نیول شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی او نه یې هم په اړه نور جزییات ورکړل شوي.

مارک راولي یاتوي، ښکاري چې د تېرې ورځې لندن د برید عامل د "نړیوالو ترهګرو تر اغېز لاندې" راغلی وي.

د پولیسو ځینو سرچینو ویلي، ښايي دغه کس له "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې اغېزمن شوی وي.

راولي وايي، پېښه کې ۲۹ ټپیان شوي کسان روغتونونو کې رغول شوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption راولي په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "برمنګهام، لندن او د هېوادو په نورو برخو کې پوښتنې ګروېږنې روانې دي."

راولي په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "برمنګهام، لندن او د هېوادو په نورو برخو کې پوښتنې ګروېږنې روانې دي."

نوموړی وايي، له پېښې وروسته د لندن واټونو او کوڅو کې د پولیسو شمېر ډېر کړل شوی دی.

په برید کې ځینې فرانسوي زده کوونکې ټپیان شوې دي.

له برید وروسته، د لندن ښار ځینو برخو کې د تګ راتګ بندیز ولګېد او پولیس مېشت شول.

وسټمنسټر پل د پنجشنبې ګهیځ وختي هم د پولیسو له خوا کلابند و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له برید وروسته، د لندن ښار ځینو برخو کې د تګ راتګ بندیز ولګېد او پولیس مېشت شول.

اړونده مطالب

ورته مطالب