امریکا په موصل کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې پلټنه کوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
موصل کې د ايتلافي ځواکونو د بريد پلټنه

د امریکا پوځ د عراق په موصل ښار کې د ایتلاف و ګډو هوايي ګوزارونو له امله د ملکي کسانو مرګ ژوبله مني او وايي، د دغه پېښې د څرنګوالي په اړه، چې عراق انساني ناورین بللې، څېړنه وکړي.

په امریکا کې د داعش ضد ایتلاف مرکزي قوماندانۍ ادعا کړې چې د مارچ میاشتې د اولسمې بمبار یې د عراقي دولت په غوښتنه کړی دی.

د رپوټونو له مخې، د هغې ورځې په بمبار کې له ۱۰۰ ډېر ملکیان وژل شوي دي، خو د موصل په لوېدیځ کې د جګړو له امله دغه شمېره تایید شوې نه ده.

موصل ته څېرمه زندان کې 'ډله ییز قبر' موندل شوی

عراقي ځواکونو موصل کې حکومتي ودانۍ نیولې

هغه خبریالان او ځايي خلک چې د پېښې له ځایه تښتېدلي وايي، تر پنځوسو مړي یې لیدلي چې له نړېدلو دېوالونو او کنډوکپرو لاندي وو.

د انځور حقوق AFP
Image caption د موصل ښار لرغونې برخه ډېره زیانمنه شوې ده

د موصل یوې اوسېدونکې (مونا) چې په یاد بمبار کې یې د کورنۍ ۹ غړي له لاسه ور کړي، بي بي سي ته وویل: ((تر اوسه لا د موصل په لوېدیځ جدیده سیمه کې سلګونه مړي تر خاورو لاندې دي.))

د مارچ په ۲۵مه د شنبې ورځ، وروسته تر هغه چې عراقي ځواکونو د موصل په لوېدیځ کې د ملکیانو وژنه تایید کړه، نو ولسمشر مرستیال عثمان نجیفي دا پېښه انساني ناورین وباله او په دې اړه یې د ولسي جرګې د بېړنۍ ناستې غوښتنه وکړه.

د دغو راپورونو په غبرګون کې د امریکا پوځ په ټینګار ویلي، د ملکي خلکو له ځان او ماله ساتنه یې کاري لومړیتوب دی او د ملکي کسانو د مړینې په اړه هره مسله په غور څېړي.

د انځور حقوق JEREMY BOWEN
Image caption تر اوسه لا د موصل په لوېدیځ جدیده سیمه کې سلګونه مړي تر خاورو لاندې دي

په ورته وخت کې ځايي خلک وايي، د اسلامي دولت نومې ډله په لوی لاس خپل جنګیالي د ملکي خلکو سیمو ته لېږي او له هغوی څخه د انساني او دفاعي ډال په توګه کار اخلي.

د موصل جګړه کې "لومړي کیمیاوي برید" ۱۲ کسان ټپیان کړل

"داعش په پښتونخوا کې جذبېدونکي وسلوال افغانستان ته لېږي"

اړونده مطالب

ورته مطالب