خټینه کنده کې د لوېدلو فیلانو ژغورل

د انځور حقوق WCS
Image caption د ویتنام جګړه کې بم جوړه کړې دا خټینه کنده د بزګرانو د اوبو ساتنې لپاره پراخه کړل شوې وه

د کمبودیا په مندولکېري ولایت کې ۱۱ اسیايي فیلان چې په یوې کندې کې لوېدلي وو بېرته رایستل شوي.

دغه فیلان د اوبو څښلو لپاره راغلي وو چې د خټو په دې ډنډ یا کندې کې ولوېدل، وروسته بیا د سیمه ییزو بزګرو لخوا د رسیو په مرسته له دې کندې راویستل شول.

په دغو ژویو کې درې یې ښځې اته یې کم عمره بچیان چې یو یې هم نر و، د وحشي ځناورو د ساتنې ټولنه وايي، دا د ځناورو د ساتنې لپاره د دغو خلکو زیار ښکاره کوي.

هند کې "د نړۍ تر ټولو زړه" فیله مړه شوه

فیل ولې لږ ویدېږي؟

انجلینا جولي: کمبودیا ويښه کړم

د خټو دغه ډنډ او کنده د یوه بم په مټ ایستل شوې وه.

کله چې فیلان له خټو راوایستل شول، د بیا لوېدو له وېرې د اوسېدو خپل ځان ته وتښتېدل.

د وحشي ژوو د ساتندویې ټولنې ټان سیتا وايي، ټولو په ګډه د فیلانو د ژغورنې هڅه کوله.

دا خټینه کنده په اصل کې د ویتنام د جګړې پرمهال د یوه بم له کبله جوړه شوې وه، چې وروسته د بزګرانو له خوا د اوبو د زېرمه کولو لپاره پراخه کړل شوې وه.

د انځور حقوق AFP/Getty Image
Image caption د چاپېریال ساتنې ادارې یوه مشر ډاکټر روس روس سینکلېر وايي "دا په کمبودیا کې د وحشي ژوو د ساتنې لپاره په ګډه د ټولو د هڅو یوه لویه بېلګه ده".

کله چې بزګران خبر شول، د جمعې په ورځ هلته فیلان لوېدلي، د چاپېریال ساتنې اړوندې ادارې ته یې خبر ورکړ او هغوی ژغورندویه ډله ورواستوله.

د چاپېریال ساتنې ادارې یوه مشر ډاکټر روس روس سینکلېر وايي "دا په کمبودیا کې د وحشي ژوو د ساتنې لپاره په ګډه د ټولو د هڅو یوه لویه بېلګه ده".

فیلان ولې په سرطان نه اخته کېږي؟

د عکسونو البوم: د کمبودیا ساحلونو کې د کب نیونکو ټولنه

اړونده مطالب

ورته مطالب