جي سیون غونډه کې پر روسیې د سوریې په تړاو د بندیزونو هوکړه نه ده شوې

ریکس ټېلرسن د انځور حقوق Reuters
Image caption ریکس ټېلرسن د روسیې چارواکو سره د خبرو لپاره مسکو ته رسېدلی دی

د نړۍ اوو صنعتي هېوادونو 'جي سیون ' غونډې ګډونوال نه دي توانېدلي پر روسیې د بندیزونو لړ کې د بریتانیا پر وړاندیز یوه خوله شي. دغه وړاندیز سوریې کې د کیمیاوي برید په تړاو شوی و، چې د دوی په باور د مسکو ملګري سوري حکومت کړی دی.

د ایټالیا بهرنیو چارو وزیر انجلیانو الفانو ویلي، جي سیون نه غواړي روسیه یوه ګوټ ته شي او وايي، دوی خبرو ته لومړیتوب ورکوي. هغه ویلي:

''موږ فکر کوو، چې روسیه پر 'بشار الاسد ' د فشار راوړلو وړتیا لري او د اوربند په تړاو یې د کړیو ژمنو پوره کولو څارنې ته هڅولای شي. ''

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له جي سیون غونډې وروسته د خبرو لپاره مسکو ته رسېدلی دی.

نوموړی ټینګار کوي، چې د سوریې ولسمشر باید د خپل هېواد راتلونکي کې رول و نه لري.

د نړۍاوو صنعتي هېوادونو د ناستې اصلي بحث پر سوریې دی

روسان 'د سوریې په څېر بندیزونو سره مخامخېدای شي'

د جي سیون غونډه د سوریې خان شیخون سیمه کې، چې د سوریې حکومت مخالفانو تر ولکې لاندې ده، له کیمیاوي برید وروسته شوې. هغه برید کې ۸۹ کسان وژل شوي وو.

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي بوریس جانسن رد کړې، چې ګواکې د خپل وړاندیز په تړاو یې ماتې خوړلې

سوریې دغه برید کې لاس درلودل رد کړي و، خو د امریکا متحدو ایالتونو د سوریې هوايي ځواک یوه اډه په ۵۹ کروز توغندیو وویشته. د جي سیون بهرنیو چارو وزیرانو دوې ورځنۍ غونډې هدف مسکو ته د ښاغلي تېلرسن له سفره مخکې د سوریې قضیې پر سر یوه خوله کېدل وو.

خو توپیرونه له هغه وروسته رامنځته شول، چې د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسون د سوریې او روسیې د پوځي چارواکو پر خلاف د بندیزونو وړاندیز وکړ.

د بي بي سي دیپلوماتیکو چارو خبریال جیمز رابینز په خپل رپوټ کې وايي، ښاغلي جانسن د خپل وړاندیز په تړاو د روښانه ملاتړ تر لاسه کولو تمه کوله، خو د جي سیون په وروستۍ اعلامیه کې د بندیزونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

خو ښاغلی جانس دا ردوی، چې ګواکې ماتې یې خوړلې، بلکې وايي که د کیمیاوي برید په تړاو یو څه نور ثبوتونه هم یو ځای شوي وای، ملاتړ تر لاسه کېدای شوای.

خو د غونډې ګډونوال لږ تر لږه د اسد راتلونکي په اړه یوه خوله وو. ښاغلي ټېلرسن دغه موضوع داسې راټوله کړه:

''دا موږ ټولو ته څرګنده ده، چې د اسد کورنۍ واکمني پای ته رسېدونکې ده. ''

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اوو صنعتي هېوادونو بهرنیو چارو وزیران د ایټالیا لوکا کې یو ځای شوي وو

نوموړي دغه راز د امریکا ځوابي برید په تړاو هم ملاتړ تر لاسه کړ، چې د ده په وینا 'د امریکا ملي امنیتي ګټو لپاره اړین و '

هغه ویلي:

''موږ نه غواړو د رژیم د بې کنتورله کیمیاوي وسلو زېرمې د داعش 'اسلامي دولت نومې ډله ' یا نورو ترهګرو ډلو لاسونو ته ورشي، چې غواړي به د امریکا پر متحدو ایالتونو یا زموږ پر متحدینو بریدونه وکړي. ''

ښاغلی ټېلرسن به د چهارشنبې پر ورځ د روسیې بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وویني، خو دا معلومه نه ده، چې نوموړی به له ولسمشر ولادمیر پوتین سره هم وغږیږي که نه.