تورپيکۍ یوسفزۍ: پر ملالې برید هر څه بدل کړل

د انځور حقوق .
Image caption د ملالې یوسفزۍ مور تورپیکۍ یوسفزۍ په عام محضر کې ډېره نه لیدل کېږي

د سوات ملاله یوسفزۍ د تېرو پنځو کلونو مودې کې د یوې ځوانې نجلۍ په توګه ټوله نړۍ کې تر ټولو ډېر شهرت وموند. سوات کې پر هغې برید وشو، بیا یې د بریتانیا برمنګهم کې له اوږدو جراحي عملیاتو وروسته نوی ژوند پیل کړ، د نجونو زده کړو لپاره یې کمپاین پیل کړ، نوبل جایزه یې وګټله او نړیوال یې د ژوند له کیسې متاثر شول.

خو د ملالې دغه پنځه کلن سفر د هغې پر مور څه اغیز کړی؟

مېرمن تورپیکۍ یوسفزۍ له بي بي سره مرکه کې وویل:

''ډېره راته سخته وه، چې ټول رانه پاتې شول، موږ داسې تصور هم نه و کړی، چې یوه پردي هېواد کې به ژوند کوو. کله چې خلک وطن پرېږدي، هرې هغې پېښې ته چمتو وي، چې ژوند کې یې راځي، خو موږ نه شوای کولای داسې حالت ته چمتو شو. موږ ناڅاپه د پاکستان پرېښوولو ته اړ شوو. پر ملالې برید هر څه بدل کړل. زموږ ټول پام د ملالې ژوند ته واوښت.

د ملالې مور: د هلک او نجلۍ تر منځ یوازینی توپیر قلم دی

ملګرو ملتونو ملاله یوسفزۍ تر ټولو کم عمره د سولې پیغام رسونکې وټاکله ''

ملاله د بدلون هيله؟

د ځینو لوستونکو لپاره به ګرانه وي، چې تورپیکۍ له تصویره وپېژني. د ملالې پلار ضیالدین یوسفزی په هره هغه غونډه کې له ملالې سره یو ځای لیدل کېږي، چې ملاله په کې د خپل کمپاین لپاره د ملاتړ تر لاسه کولو په موخه ګډون کوي.

دغه راز له ضیاالدین سره د هغه د لور بریالیتوبونو په اړه هم ډېرې مرکې شوې. خو د ملالې مور تر ډېره حده په پټه خوله د کورنۍ له نورو غړو سره یو ځای دې لړ کې مهم رول لري. هغه وايي:

''کله چې د ملالې درملنه کېده، موږ ټول ورسره بوخت وو، بیا یې کتاب لیکه بیا مو هم مصروفیتونه ډېر وو، ځکه زه د خلکو له نظره لېرې وم. خو زه اوس هڅه کوم له نورو خلکو سره د زده کړو تر لاسه کولو کې مرسته وکړم، ځکه به له دې وروسته په دغه ډول چارو کې بوخته شم، خو که دغه ډول مرکې زما په خپله ژبه کې وي، ډېره به راته اسانه شي. ''

د ملالې د ژوند کلونه شمارم

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ملالې پلار ضیاالدین یوسفزی په ډېری غونډو کې د ملالې تر څنګ لیدل کېږي

دا څرګنده ده، چې تر دغه ځایه د ملالې په رسېدو کې د تورپیکۍ خپله کیسه د پام وړ ده. هغه اوس هم د هغې ویډیو لیدو پر مهال چې ملاله په روغتون کې د ژوند او مرګ تر منځ حالت کې لیدل کېږي، په څرګند ډول خواشینې شي.

دغه مهال تورپیکۍ لاسونه مروړي، پر مخ یې د اوښکو کتارونه لیدل کېږي، خو کله یې چې پام د ملالې اوسني حالت ته اوړي، د هغې بریاوې ور په زړه کېږي او پر راتلونکي یې غور کوي، ژر موسکۍ شي. د ملالې د ژوند هر کال د تورپیکۍ لپاره یوه تحفه ده. هغه وايي:

'تېر کال مې د هغې کلیزې په کارت کې ورته ولیکل، ته مې څلور کلنه لور یې، ځکه زه له بریده وروسته ستا د ژوند کلونه شمارم. '

دا داسې ده لکه له هغې شېبې وروسته چې هغه بیا زېږېدلې وي. ''

د تورپیکۍ د ژوند جرړې اوس بریتانیا کې دي. سره له دي، چې ملالې نوبل جایزه ګټلې او د نړۍ له مشرانو سره یو ځای لیدل کېږي، خو تورپیکۍ اوس هم هغې ته د خپلو کالیو او کوټې پاکولو امرونه کوي.

کله چې تورپیکۍ له ملالې سره د ورځني ژوند په هکله غږیږي، کټ مټ داسې ښکاري، لکه یوه مور چې د خپلې (اتلې) پیغلې لور په اړه خبرې کوي:

''هغه لږ خوري او کافي اوبه هم نه څښي، په وخت نه ویده کېږي، تر نیمې شپې په لیک لوست لګیا وي. موږ هغې ته وایو، چې پر وخت لمونځ وکړي او میوې وخوري ''

تورپیکۍ سوات کې زده کړې نه دي کړې، خو اوس برمنګهم کې د انګلیسي ژبې زده کړه کوي او هلته یې ډېرې ملګرې موندلې دي:

د انځور حقوق AFP
Image caption ملاله د نړۍ لر او بر کې یو مشهور شخصیت دی، خو کور کې یوه ځوانه نجلۍ ده

''دوی کې یو شمېر د سوات دي او ما هلته هم پېژندلې همدا اوس مې یوه بله ملګرې له پېښوره راغلې. زما د انګلیسي ژبې ښوونځي کې پاکستانیانې نه شته، خو د ایران، عراق اوسېدونکي شته او د افغانستان هم یوه مېرمن هلته شته. موږ میلمستیاوې کوو، زه ورته وریجي، چرګ او کبان پخوم او دوی دغه خواړه ډېر خوښوي.

۴۵ کلنه تورپیکۍ وايي د انګلیسي ژبې له زده کړې سره یې یو څه ازادي موندلې:

''په لومړي سر کې به خلکو په انګلیسي راسره خبرې کولې او زه به له ستونزو سره مخامخ وم، ان په (هو) او (نه) به هم په سخته پوهېدم، خو اوس مې تر ډېره حده دغه ژبه زده کړې او هڅه کوم، چې همداسې نوره زده کړه وکړم، دې سره سفر کې او د ډاکټر لیدو پر مهال راته ډېره اساني پیدا کېږي. ''

ملاله اوس ۱۹ کلنه ده او مني کې به د سیاست، فلسفې او اقتصاد لوست لپاره پوهنتون ته ځي. هغې ته یو ثابت وړاندیز شوی دی. تورپیکۍ په دې اړه وویل:

''موږ ورته خوشحاله یو. کله چې هغې ته د زده کړو لپاره وړاندیز وشو، موږ له خوښۍ وژړل، خو د هغې د ژوند هره شېبه مو خوشحالوي. ''

خو کله چې له ځالې د اولاد د الوت خبره کېږي، بیا هم اوښکې په سترګو کې ډنډ شي:

"زه دې ته اندېښمنه یم، چې هغه به څه خوري او څنګه به د ځان لپاره خواړه پخوي. دا ګرانه ده، خو مجبوره یم ویې منم. ډېره به مې یادیږي او کور به له هغې پرته ډېر تش معلومیږي، ملاله مې یوازې لورکۍ نه ده، بلکې ملګرې مې هم ده. "

اړونده مطالب

ورته مطالب