سخت زړې ښځې، زړه سوانده نارینه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سخت زړې ښځې، زړه سوانده نارینه

پر بي بي سي پښتو ویب پاڼې مې راپور ولوست چې په بامیانو کې یوه هلک هغه نجلۍ وژلې چې پرې میین و. ده جرګې ور لیږلې، خو خبره یې نه وه منل شوې، نجلۍ یې په ‌ډزو وژلې او ځان یې پولیسو ته تسلیم کړی.

ملګرې مې پاکیزې ارزو راته یو وخت کیسه کوله چې په پوهنتون کې دوه میینان وو. د دوی دواړو مینه له چا پټه نه وه. بله ورځ نجلۍ خبره شوه چې دا هلک له بلې یوې سره هم خوله خوږه کړې، نو د پوهنتون د عمومي دروازې مخته یې په چاړه وواهه. دې راته ویل چې وینې مې په خپلو سترګو ولیدلې.

اوس هغه نجلۍ زندان کې ده. کله چې پاکیزې دا کیسه کوله مجلس کې ناستو ښځو په یوه غږ وویل:

"ډېر ښه یې وکړل. "

بامیان کې یوه مین هلک نجلۍ وژلې او ځان یې پولیسو ته سپارلی

د کابل په ښځينه زندان کې له بندي ښځو سره ۶۰ ماشومان

ښه نو، دا دواړه پیښې چې یوه هلک کړې بله نجلۍ یو ډول نه دي؟

د نارینه لخوا وحشت او سخت زړي کارونه د چا غوني هغومره نه ځیږه کوي، لکه د ښځو لخوا چې دا خبره واورېدل شي، خو موږ له دې دوو پېښو پوهېدای شو چې دواړه همدا کار کولی شي.

د انځور حقوق Getty Images

دواړه جنسیتونه، مینه، رخه، غوسه او بالاخره وحشت او قتل تجربه کولی شي. له هغې ورځې چې په ښه او بد پوهېږم دا اورم چې ښځې ډېرې مهربانې او عاطفي وي. شاعران هم د ښځو په نازکوالي نه مړېږي. زموږ شاخوا هم دا خبره ډېره کېږي چې ښځه د نارینه غوندې سخت زړه نه لري. خو د سخت زړه بېلګې هېروو.

یوه خورلڼه مې څه وخت وړاندې خپل کلي ته تللې وه. مازدیګر و زنګ یې راووهه سلګۍ یې وهلې. کله مې چې وپوښتله څه شوي راته ویل یې:

''دلته یوه میلمستیا وه، ورغلې وم. هلته یوه زړه ښځه وه. ټولو ورته ویل چې ولې دې داسې بد کول، دې به غاړه هسکه کړه چې ښه مې وکړل. کله چې مې وپوښتل څه یې کړي، په خپله یې راته وویل چې په نږور مې خپله چټلي وخوړله. وای خدایه نه پوهېږم څومره چیغه به مې کړې وي. ''

ملګرې مې غریو نیولې راته وویل:

''ویل یې چې لمسۍ ته مې رېباران راغلي و. ما غوښتل ور یې کړم. دې خپل میړه ته وویل چې که ور دې کړه زه درنه په پلارګنی کېنم. زوی مې خلک رخصت کړل. خو ما هم قسم ورته وکړ، چې تا ونه ځوروم دغسې به دې پرې نه ږدم. چې نورې نږندې پند ترې واخلي چې بل وار بیا د خواښې خبره ځمکې ته نه کړي. ''

ښځې هم د نارینه غوندې کارونه کولی شي، خو که د هغوی غوندې واک ورکړل شي.

دې خواښې واک درلود چې د خپل زوی له ښځې سره داسې وکړای شي، او ویې نه سمپول. هغې نجلۍ هم چې خپل میین یې له چړو تېر کړ ځان کې یې دا واک لید چې داسې کولی شي. او دا د مجلس ښځې چې دا وحشت بد نه ورښکاري، بلکې ښه یې بولي، فکر کوئ که واک ولري وبه یې دریغوي؟!

په دولسم ټولګي کې مې د فقهې ښوونکې حقوق لوستي و. هغې به ویل چې هیله یې لرله قاضۍ شي، خو دا چې ښځه احساساتي ده، نه شي کولی سم قضاوت وکړي. ځکه یې نو دې هم سر نه و پسې ګرځولی.

د انځور حقوق Getty Images

نن مې په ګوګل کې د مغزو د جوړښت ځینې انځورونه کتل هغو که هم د هغه برخه چې احساسات پالي په ښځو کې یې ډېره ښودلې وه.

یو وخت مې د ژوندیو موجوداتو د فزیکي بدلون په اړه یو مستند فلم لید. هلته یې ویل چې ژوندي موجودات له شرایطو او حالاتو سره، سره خپل فزیکي جوړښت هم بدلوي. دوی یو مثال د یو ډول مرغیو ورکړی و. دا مرغۍ چې په اصل کې یو دي په دوو جلا، جلا سیمو کې اوسي.

هغه سیمه کې چې دوی ته په مښوکو د خوړو را اخیستل اسانه وي د دوی مښوکې ورو، ورو پڅیږي. او یو وخت بیخي لنډې شي. خو هغه سیمه کې چې د خوړو را اخیستل سخت وي د دوی مښوکې هغسې تېرې او اوږدې پاتې شي.

زه فکر کوم دا چې ښځو ته هم تل د دوی عواطف او احساسات ور یادیږي یا دوی نسبت د مغزو له نورې برخې له دې ډېره ګټه اخلي ځکه به په کې پراخ وي. خو بیا هم دا د دې دلیل نه شي کېدلی چې ښځې هغه سخت کارونه یا وحشتونه نه شي کولی چې نارینه یې کوي.

تېر کال مې نوي ‌ډيلي کې یوه ودانۍ ولیدله چې نوې جوړېدله، هغلته خورا ډېرې ښځې په کار بوختې وې. دوی پخې خښتې خیژولې هغه به یې هم یا په شا کولې یا به یې غېږ ترې ډکه وه.

زموږ د یوې کلیوالې مېړه عربو کې مساپر دی، د دې زامن واړه دي. ژمی خپلې واورې خپله توروي. په پټيو اوبه لګوي. تېر کال یې لو هم کړی و. ریشقه یې وچه وه، لښتې یې ماتې وې. ټول هغه کارونه یې پخپله کړي و چې نورو ښځو ته یې د هغوی نارینه کوي.

د انځور حقوق Getty Images

یوې ښځې راته د زیږنتون کیسه کوله، چې نرسې او ډاکټره د ماشوم د زیږون په وخت ان دوی وهي. ښکنځل ورته کوي رټي یې. په سلو نومونو یې سپکوي. دې ویل پرته له ترحمه خو په ځینو باندې چاړه راتېره کړي عملیات یې وکړي، ان له هغو کوچنیانو سره چې زیږي پام نه کوي.

دا څه موده وړاندې مې واوریدل چې ډېرې میندې خپل ماشوم ځکه زیانوي چې مېړونو یې وهلې وي. همدا وهل د زیږون په وخت د یوې بلې ښځې لخوا هم ورکول کېږي.

ښځې هم خپلو مېړونو ته خیانت کولی شي، خپلې خیلخانې ته یې کوي. یو چا کیسه کوله چې یوه نجلۍ میینه شوې وه، کورنۍ یې پرې خبره شوې وه. مور یې خپله زامنو ته ټوپک را اخیستی و چې ویې وژني. یوې نوې فارغې شوې نجلۍ کار موندلی و، کار کې تکړه وه. معاش یې ورته لوړ کړ، په دفتر کې یې خپلې بلې همکارې تخریب پسې کاوه. هغې به راته ویل:

"زموږ دفتر کې هرې یوې یو بل ته کمین نیولی وي. "

زما نیکه دې خدای وبخښي هغه سره روغتون کې وم. یوه ښځه او سړی راغلل.

اووه کلن زوی یې سرطان و. د مور له سترګو یې څاڅکی نه څڅېده خو د پلار یې اوښکې د باران غوندې په مخ راتللې.

د انځور حقوق Getty Images

کله چې وایو نارینه نه شي ژړلی ګومان کوم غلط یوو. موږ نارینه ته ور ښودلي نه دي چې وژاړي. که کله خپلو وړو ته فکر وکړو که هلک وي که نجلۍ چې پښه یې خوږ شي دواړه به چېغه کوي. ژاړي به. خو وروسته، وروسته داسې ور ښیو چې ګوندې ژړا نارینه کمزوری ښکاروي، او یو نارینه باید پیاوړی وي نو باید ونه ژاړي. خو که واقعا ژړا یوازې د ښځو وای نو یو کوچني هلک به وړکتوب کې د خوږو او دردونو په وخت ژړلي و؟!

کله چې د زړه خوږي، مهرباني، قرباني کلیمې یادې شي زموږ د ډېرو یوازې ښځې سترګو ته ودریږي. خو ما چې څومره دا شیان له خپل پلاره زده کړي له هېڅ یوې ښځې مې ژوند کې نه لیدلي او نه زده کړي.

ما داسې نارینه لیدلي چې چرګ نه شي حلالوی. داسې نارینه مې لیدلي چې په لار روان وي، فکر یې دې کې وي چې کوم مېږتون له پښو لاندې نه کړي. که خبره رانه اوږده نه شي غواړم ووایم چې د انسانانو وړتیاوې، پیاوړتیاوې، کړنې، ښه او بد د دوی په جنسیت پورې نه دي تړلي.

د انځور حقوق Getty Images

زه فکر کوم انسانان داسې دي لکه زما د کوټې درې ګلدانۍ دوی ته چې کله لږ هم شرایط بدل کړم حالت یې بدلېږي. که یې لمر ته کېږدم، هر سهار یې په تازه اوبو نازوم نو پاڼې او ګلان یې غوړېدلي وي. خو که یې سیوري ته کړم کمزورې، زبیښلي او مړاوي وي.

که موږ هم نجونې او هلکان په بېلابېلو شرایطو کې ونه روزو ښايي بیا دا خبره وانه ورو چې نارینه یې کولی شي، ښځې یې وړتیا نه لري، یا برعکس. د انسانانو روحونه سره یو دي، ګومان کوم دا په موږ پورې ده چې د دوی د څرګندولو لپاره کوم چوکاټونه جوړوو.

اړونده مطالب

ورته مطالب