حمید حسن: که روغتیا مې ښه نه شي نړیوال کرېکټ پرېږدم

حمید حسن د انځور حقوق Getty Images
Image caption حمید حسن په ټولو ۳۵ شل اوريزو لوبو کې برخه اخیستې

بي بي سي سره خبرو کې افغان کرېکټ لوبغاړی حمید حسن وویل که یې روغتیا ښه نه وه دوه یا درې کاله وروسته به نړیوال کرېکټ پرېږدي. حمید حسن له څه مودې راهیسې د ځینو ټپونو له امله لوبه نه کوي.

نوموړي پر بي بي سي پښتو فیسبوک لایو مرکه کې وویل روغتیا یې اوس تر ډېره حده ښه ده او کولای شي څلور اورونه وکړي، خو په خبره یې نه غواړي په بشپړه توګه تر روغېدو مخکې لوبه وکړي.

له دې مخکې افغان کرېکټ چارواکو بي بي سي ته ویلي وو، چې د ناروغۍ له کبله د حمید حسن نوم د لوبغاړو په هغه نوملړ کې شامل نه دی، چې د راتلونکې جون میاشتې لومړیو کې به ویسټ انډیز ته د سیالیو لپاره ځي.

حمید حسن وايي، میاشت، دوه کې به د شپږیزې سیالیو تر مهاله په بشپړه توګه روغ او لوبو کې د برخې اخیستو لپاره چمتو شي. ۲۹ کلن حمید حسن وايي زړه یې دی، چې دوه یا درې کاله وروسته نړیوال کرېکټ پرېږدي.

خو هغه دا هم ویلي، که یې روغتیا ښه وه کېدای شي لوبې ته دوام ورکړي. که حمید حسن د کرېکټ له میدان سره مخه ښه کوي، له رییس احمدزي او نوروز منګل وروسته به درېیم افغان لوبغاړي وي، چې له کرېکټ سره مخه ښه کوي.

حمید حسن وايي، تل یې خپله ټوله هڅه کړې، خو په وینا یې ټپونو مایوس کړی دی. تېز توپ اچوونکي حمید حسن د تېر کال نومبر کې په لندن کې د پښې له عملیات وروسته کابل ته ستون شو.

د حمید حسن په وینا د ۲ درجې روزونکي کورس یې بشپړ کړی او که د لوبغاړي په حیث تقاعد شي، کولای شي د ۱۹ کلنو یا ۱۷ کلنو د روزونکي په توګه خدمات وړاندې کړي.

د انځور حقوق HAMID HASSAN
Image caption د حمید حسن تېر کال وروستیو کې لندن کې د پېښې جراحي عملیات وشول

حمید حسن په ټولو ۳۵ شل اوريزو لوبو کې برخه اخیستې او ۵۴ لوبغاړي يې سوځولي دي.

افغانستان کرېکټ بورډ حمید حسن د ۲۰۱۰ کال غوره لوبغاړی بللی و او د ۲۰۱۱ کال ۲۰ اووریزو او یوه ورځنیو لوبو لپاره یې کپټان ټاکلی و.

اړونده مطالب

ورته مطالب