ویسټ انډيز لوبډلې له افغانستان سره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

Image caption د ویسټ انډيز او افغانستان لوبدلې وروستی ځل د ۲۰۱۶ کال د شل اوریزو سیالیو په نړیوال جام کې سره مخامخ شوې

وروسته له هغه چې په لندن او ویلز کې د جمپینز ټراپي په سیالیو کې ویسټ انډيز لوبډله غوره نه شوه، نو له افغانستان سره یې د راتلونکو شل اوریزو او پنځوس اوریزو سیالیو لپاره د لوبغاړو نوملړ په ډاګه کړ.

د افغانستان او ویسټ انډیز لوبې به د راتلونکې جون په درېیمه پیل شي.

د ویسټ انډیز کریکټ بورډ مشر کارټني براون ای‌ایف‌پي خبري اژانس ته ویلي، له پاکستان سره د شل اوریزو لوبو د لړۍ تر لوبولو وروسته مو وپتېله چې د لوبغاړو نوملړ پر خپل حال پاتې شي:" موږ درک کړه چې لوبغاړي باید پر خپل ځای پاتې شي، چې روزونکی د ځوانانو لوبغاړو پر وده ډېر کار وکړي."

کریکټ: د چمپینز ټرافي اتلې لوبډلې ته دوه ملیون ډالره انعام

(ای‌سي‌سي) د ښځو کریکټ بودیجه ډېروي

د افغانستان په شپږیزه سیالیو کې خصوصي شرکتونو پانګونه وکړه

د ویسټ انډيز او پاکستان ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو لړۍ ۱ پر ۳ پاکستان وګټله.

د ویسټ انډيز لوبډله چې د نړیوالو شل اوریزو لوبو د اتلولۍ تېر جام یې ګټلی وايي، د افغانستان لوبډلې ته په سپکه نه ګوري: " د کارندې لوبډلې په درلودلو سره د بې پروایۍ هیڅ سوال نه پیدا کېږي، هیله مو دا ده چې له هغې لوبډلې لوبه وګټو چې د کریکټ د نړیوالې شورا په ډلبندۍ کې تر موږ شا ته ده."

افغانستان چې نوې راټوکېدونکې لوبډله ده، په نړیوالو لوبو کې ښه ځلېدلې ده.

د ویسټ انډيز او افغانستان لوبدلې وروستی ځل د ۲۰۱۶ کال د شل اوریزو سیالیو په نړیوال جام کې سره مخامخ شوې.

ویسټ انډیز لوبډلې که څه هم نړیوال جام وګاټه خو پر افغان لوبډلې یې یوه لوبه بایللې وه.

Image caption ویسټ انډیز لوبډلې که څه هم نړیوال جام وګاټه خو پر افغان لوبډلې یې یوه لوبه بایللې وه

له افغانستان سره د ویسټ انډیز په راتلونکو لوبو کې به لاندې کسان ولوبېږي:

کارلوس براتوایټ (لوبډلمشر)، سمویل بدري، راسنفارډ، بیټن، ایوین لیویس، جاسون محمد، سونیل نارین، کیرون پولارډ، راومن پاول، مارلن سمیولز، سیمونز، جیرم ټایلر، چادویک ولټن او کیسریک ویلیمز.

افغان لوبډلې هم روانه میاشت له ویسټ انډیز سره د راتلونکو لوبو لپاره د خپلو لوبغاړو نوملړ په ډاګه کړی دی. هغه افغان لوبغاړي، چې له ویسټ انډیز سره د سیالیو لپاره ټاکل شوي دي:

اصغر ستانکزی (لوبډلمشر)، نورعلي ځدراڼ، جاوید احمدي، عثمان غني، رحمت شاه زرمتی، ناصر جمال، محمد نبي عیسی خیل، سمیع الله شینواری، ګلبدین نایب، راشد خان ارمان، شفیق الله شفق، شاپور ځدراڼ، امیره حمزه هوتک، دولت ځدراڼ ، افسر ځاځی او فرید ملک دي.

د ۲۰ اوریزو لوبو لپاره لوبډلمشر اصغر ستانکزی، نورعلي ځدراڼ، جاوید احمدي، عثمان غني، محمد نبي عیسی خیل، سمیع الله شینورای، نجیب ځدراڼ، ګلبدین نایب، راشد خان ارمان، شفیق الله شفق، شاپور ځدراڼ، امیره حمزه هوتک، فرید ملک، دولت ځدراڼ او کریم جنت غوره شوي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب