ټرمپ د مسلمانو هېوادونو مشرانو ته: سخت دریځي له خپلې سپېڅلې خاورې وباسئ

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر بهرنۍ خاوره تر ټولو حساسه وینا کې د مسلمانو هېوادونو پر مشرانو غږ وکړ چې د سخت دریځو پر وړاندې مبازره کې مخکښي شي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مسلمانو هېوادونو له مشرانو وغوښتل چې د سخت دریځۍ پر وړاندې د مبارزې مخکښي وکړي.

ښاغلي ټرمپ په سعودي عربستان کې د مسلمانو هېوادونو ګڼو ولسمشرانو او پلازمېنه ریاض کې د غونډې ګډونوالو ته سخت دریځو ډلو ته په اشارې وویل:" دوی له دې نړۍ وباسئ، له خپلې سپېڅلې خاورې یې وباسئ".

ډونلډ ټرمپ د تېرې شنبې په ورځ په رسمي سفر سعودي عربستان ته ولاړ چې هلته یې تود هرکلی وشو.

ټرمپ په خپلې وینا کې څرګنده کړه چې ده ته د داعش پروړاندې مبارزه کې د اسلامي او عربي هېوادونو ملاتړ څومره مهم دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي ټرمپ د دین په نوم تاوتریخوالی وغنده او ویې ویل، د دین او اسلام "په نوم انسان وژنه د ټولو هغو کسانو لپاره سپکاوی دی چې په خدای باور لری".

د ښاغلي ټرمپ د دغې وینا او د ټاکنیزو منډو ترړو د وینا ترمنځ یې چې پر مسلمانانو یې کلکې نیوکې کولې، ډېر توپیر لیدل کېږي.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: " موږ به خپلې هغه تګلارې بدلې کړو چې اغېزمنې نه وې او نوې تګلارې به خپلې کړو "چې وکړی شو سخت دریځي وځپو.

د افغانستان په اړه ښاغلي ټرمپ وویل چې دغه هېواد "د ترهګرۍ قرباني دی" او امریکا به له افغانستانه خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.

د انځور حقوق Getty Images

ښاغلي ټرمپ د اسلامي هېوادونو مشرانو ته وویل، ستاسې د هېوادونو لپاره لومړۍ ازموینه دا ده چې سخت دریځې ډلې ستاسې خاوره کې د اوسېدو ځای ونه لري.

ښاغلي ټرمپ د دین په نوم تاوتریخوالی وغنده او ویې ویل، د دین او اسلام "په نوم انسان وژنه د ټولو هغو کسانو لپاره سپکاوی دی چې په خدای باور لری".

د امریکا ولسمشر پر ایران هم کلکې نیوکې وکړې او سیمه کې یې د ترهګرۍ په پاللو تورن کړ.

ښاغلي ټرمپ چې ایران د سنيانو او شیعه ګانو ترمنځ په نفاق اچولو تورن کړ وویل: "ایران ترهګرو ته ځای ځایګی، وسلې او پیسې ورکوي".

د ښاغلي ټرمپ او سعودي عربستان پاچا سلمان د خبرو ترمنځ همغږي لیدل کېده، ځکه سعودي عربستان پر ایران د یمن د حوثیانو د ملاتړ تور لګوي.

دغه شیعه یاغي ډله د سعودي عربستان په سوېل ختیځو پولو کې د سعودي له ځواکونو سره لاس او ګرېوان ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سفر په ترڅ کې سعودي چارواکو د امریکا د لومړۍ مېرمنې مېلینا ټرمپ تود هرکلی وکړ.

سعودي ته د ټرمپ د سفر په لړ کې امریکا له سعودي عربستان سره د ۳۵۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د خرڅلاو تړونونه هم وکړل، چې په راتلونکو لسو کلونو کې به عملي کېږي.

سعودي عربستان ته د ولسمشر ټرمپ سفر که له یوې خوا له سیاسي پلوه ډېر مهم ګڼل کېږي له بلې خوا شوی قراردادونه هم د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لوی دي.

ټاکل شوې ده ښاغلی ټرمپ د سعودي عربستان له دورې وروسته اسراییلو ته هم سفر وکړي.