د بامیان الوتکې مخه نیوونکي څارنوالۍ ته معرفي کېږي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بامیانو د امنیت امر، د لومړۍ حوزې امر او د هوايي ډګر مسوول نیول شوي او کابل ته لیږدول شوي دي

په بامیانو کې د ولسي جرګې د یوه غړي د پلویانو له خوا د یوې الوتکې د ناستې مخنیوي په اړه د خلکو اعتراضونه ورځ تر بلې ډېریږي. د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، څېړنیز پلاوي یې د دغې پېښې په تړاو د پنځو نیول شویو کسانو له ډلې د درېبو هغو څېړنې نژدې بشپړې کړې دي.

د وزارت ویاند نجیب دانش بي بي سي ته وویل، سبا (یکشنبه د مۍ ۲۸مه) به د دغو درېوو کسانو دوسیې لویې څارنوالۍ ته وسپارل شي:

"زموږ پلاوي له پېښې وروسته د بامیانو درې امنیتي مسوولان یعنې د امنیت امر، د لومړۍ حوزې امر او د هوایي ډګر قومندان ونیول او کابل ته یې را ولېږدول. دوه نور ټیټ پوړي کسان هم نیول شوي چې په بامیانو کې ترې پوښتنې ګروېږنې کیږي. "

د ولسي جرګې وکیل بامیان کې د الوتکې کېناستلو مخه ونیوله

کام ایر بامیان ته الوتنې وځنډولې

ادعا کیږي چې په بامیان کې د الوتکې ناستې ته په ولسي جرګه کې د دغه ولایت د استازي عبدالرحمن شهیداني په غوښتنه د ناستې اجازه نه ده ورکړل شوې.

کام ایر هوایي شرکت ویلي، شهیداني د تیرې دوشنبې (مۍ ۲۲مه) بامیان ته د سفر هوډ درلود، خو کله چې دی ناوخته هوایي ډګر ته راغی او الوتکه ترې ولاړه، نو پلویانو یې د بامیان هوایي ډګر ځغاستلیکه وتړله.

د کورنیو چارو وزارت وایي، دا د ولسي جرګې او عدلي ارګانونو کار دی چې له ښاغلي شهیداني سره څه کوي.

خپله ښاغلي شهیداني ویلي، دی د الوتکې د ناستې په مخنیوي کې لاس نه لري.

د ولسي جرګې پخوانی غړی او حقوقي کارپوه کبیر رنجبر وایي، که نیول شوي امنیتي مسوولان ومني چې د وکیل عبدالرحمن شهیداني په غوښتنه یې دا کار کړی، نو شهیدانی د جرم شریک دی او پولیس یې نیولی شي:

"که جرم مشهود وي، هغه حالت کې پرته له دې چې د ولسي جرګې اجازه واخیستل شي وکیل نیول کیږي، د وکیل له نیولو وروسته بیا باید په لیکلې بڼه ولسي جرګې ته خبر ورکول شي، هغوی بیا بیړنۍ غونډه کوي او پرېکړه کوي چې وکیل یې عدلي تعقیب شي، که نه؟."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کام ایر هوايي شرکت ویلي، تر هغه چې د بامیان د امنیتي وضعیت په اړه ډاد ور نه کړل شي، بیا ورته الوتنې نه پیلوي

د ولسي جرګې غړي له قانون سره سم قضایي خوندیتوب هم لري، خو دا خوندیتوب هغه مهال وي چې جرم مشهود نه وي.

د جرم د اثبات په صورت کې بیا عدلي او قضایي ارګانونه د جرګې په اجازه د وکیل د برخلیک په اړه پرېکړه کوي او ځانګړې محکمې ته هم اړتیا نه پيښېږي.

بل لورته د افغانستان د ملکي هوایي چلند خپلواکه اداره وایي چې دوی د دغې قضیې پایلو ته په تمه دي. د دغې ادارې ویاند قاسم رحیمي وایي، هڅه یي داده چې هر څه ژر بېرته بامیان ولایت ته د کام ایر الوتکې پیل شي.

تر پېښې یوه ورځ وروسته د کام ایر هوايي شرکت عمومي مدیر کپتان صمد عثمان صمدي بي‌بي‌سي پښتو ویبپاڼې ته وویل، تر نامعلوم وخته یې بامیان ته خپلې الوتنې ځنډولي دي:

"تر څو چې د هوايي چلند وزارت موږ ته د ورته پېښو د بیا تکرار د مخنیوي ډاډ رانه کړي، موږ بامیان ته خپلې الوتنې نه پیلوو."

ولسي جرګې هم د بامیانو د وکیل دغه کړنه بي انصافي بللې. تېر کال د افغانستان د ازادۍ کور په نوم غیر دولتي بنسټ څېړنې ښودلې وه چې اویا سلنه خلک د وکیلانو له کړنو خوښ نه دي، دې بنسټ هغه مهال وکیلان په اداري فساد هم تورن کړي و، خو ملي شورا ددغه بنسټ راپور بې اساسه وباله.

ورته مطالب