" امریکا تر اوسه افغان جګړه کې ۸۰۰ میلیارد ډالر لګولي"

ایکسپرېس ټريبيون:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایکسپرېس ټریبیون وايي، بريژینسکي د مجاهدینو تخم وکاره.

پاکستانۍ اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې "د خداى په امان برژنسکي" تر سرليک لاندې يوه شننه خپره کړې.

د مطلب ليکوال ليکي، د ولسمشر کارټر په اداره کې د ملي امنيت سلاکار ژبنيو پرژنسکي د مړينې په تړاو په پاکستانیو رسنيو کې ډېر څه نه دي ويل شوي.

دى هغه کس و چې افغان مجاهدين يې جوړ کړل او موږ اوس هم د وينو د هغه تخم حاصل راټولو چې ده په ٨٠ لسيزه کې کرلي دي.

ليکوال زياتوي د برژنسکي لور او مېرمن د هغه په تړاو ډېر ښه ټکي کارولي چې د داسې سړي لپاره عادلانه نه دي چې د شوروي په ماتولو او افغانستان کې د سره پوځ په گونډو کولو کې يې مهم رول لوبولى.

ليکوال وايي ښاغلي برژنسکي د سي. اى. اې د پخواني مشر رابرټ گېټس د هغې وينا پخلى کړى چې وايي امريکا پر افغانستان د شوروي له يرغله شپږ مياشتې وړاندې له مجاهدينو سره مرسته پېل کړې وه.

برژنسکي ويلي و ولسمشر کارټر ته مې وليکل چې دا مرسته به افغانستان ته د شوروي پښه راکېکاږي.

دا چاره وروسته د "يږ لومه" ونومول شوه.

برژنسکي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د مجاهدينو له جوړولو پښېمانه دى که نه، ويلي و چې دا پټ عمليات تر ټولو ښه نوښت و. دا کار د دې لامل شو چې شورويان افغانستان ته راشي. د برژنسکي په وينا له پولو د شوريانو له اوښتو وروسته يې ولسمشر کارټر ته وليکل "اوس موږ دا فرصت لرو چې شوريانو ته د هغوى د ويتنام جگړه ورکړو."

ليکوال وايي د برژنسکي مخ ته دا پوښتنه هم اېښوول شوې وه، چې راتلونکو ترهگرو ته د وسلو د ورکړې له امله د پښېمانۍ احساس کوي او که څنگه؟

خو د هغه ځواب دا و " د نړۍ تاريخ ته کوم يو مهم دى؟ د شوروي ماته او که طالبان؟"

نيويارک ټايمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا غواړي تر پنځو زرو تازه دم سرتېري افغانستان ته ولېږي.

نيويارک ټايمز نن خپله سرليکنه د افغانستان جگړې ته ځانگړې کړې او وايي امريکا له تېرو ١٦ کلونو راهيسې په افغانستان کې جنگېږي، ٨٠٠ ميليارډ ډالر يې لگولي او ٢٠٠٠ سرتېري يې وژل شوي خو لا هم په دغه هېواد کې د سولې څرک نه لگېږي.

ورځپاڼه زياتوي اوسمهال ٨٤٠٠ امريکايي سرتېري په افغانستان کې مېشت دي او قومندانان يې د ٥٠٠٠ نورو تازه دم پوځيانو غوښتنه کوي. ورځپاڼه پوښتي ايا د نورو سرتېرو استول به روان حالت بدل کړي؟

ورځپاڼه وايي يو مهال نژدې ١٠٠ زره امريکايي سرتېري په افغانستان کې و خو د ټيکاو په راوستو کې پاتې راغلل، نو ٥٠٠٠ نور سرتېري د بري تضمين کولى شي؟

ولسمشر ټرمپ لا د نورو سرتېرو د استولو په تړاو څه نه دي ويلي خو د يوه لومړيتوب په توگه ورباندې غور کيږي.

خو د ورځپاڼې په وينا سپينه ماڼۍ يې په اړه ويشلې ده. ورځپاڼه داسې پايله را وباسي چې د ٥٠٠٠ سرتېرو استول د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو لپاره د نور وخت اخيستو په مانا دي.

کارپوهان انگېري که امريکايي او افغان ځواکونه خپلو فشارونو ته همداسې دوام ورکړي نو شونې ده چې طالبان خبرو اترو ته زړه ښه کړي.

انډېپنډنټ:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ د هغه سرتېرو هدیره کې چې افغان جګړه کې وژل شوي دي.

برتانوۍ انډېپنډنټ ورځپاڼې د يوه اسراييلي ټلويزيوني چينل د رپوټ پر بنسټ ليکلي چې تېره اوونۍ په لوېديځه غاړه کې ولسمشر ټرمپ له محمود عباس سره د کتنې پرمهال پر نوموړي چيغې وهلې او ورته يې ويلي چې په واشنگټن کې يې د سولې په تړاو د خپلې ژمنتيا په اړه تېراېستلى و.

د ورځپاڼې په وينا ولسمشر ټرمپ ښاغلي عباس ته وويل اسراييليانو ورته داسې اسناد او شواهد ښوولي چې د اسراييلو پر وړاندې پارونو کې د نوموړي لاس لرل څرگندوي.

ادعا شوې چې د ښاغلي ټرمپ له قهرجنو چيغو وروسته په خونه کې څو دقيقو لپاره چوپتيا خپره شوه او ټول هېښ پېښ پاتې شول.

خو د فلسطين کورواکې ادارې دا ادعا رد کړې او ويلي د دواړو مشرانو ترمنځ کتنه په ښه فضا کې تر سره شوه