کابل ښار کې موټر بم "۹ کسان ووژل او ۸۴ ټپیان کړل"

Image caption اته بجې او شل دقیقې وې چې چاودنه وشوه.

د کابل په وزیر اکبر خان کې سهار نږدې اته بجې او شل دقیقې د درنې چاودنې غږ واورېدل شو.

د روغتیا وزارت دعامه اړیکو مشر اسماعیل کاووسي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل په دغه برید کې ۹ کسان وژل شوي ۸۴ کسان ټپي شوي دي.

لومړني معلومات وايي، موټر بم شوی دی.

چاودنه نږدې اته بجې او شل دقیقې شوې.

دغه برید پر هغه سړک کې شوی چې د محلی ارګانونو ادارې او د جرمني په ګډون ځینې بهرنیو ډيپلوماټیکو استازیو ته د تګ لار ده.

تراوسه معلومه نه ده چې د بریدګر هدف څوک و، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش بي بي سي ته منلې چې دا موټر بم برید و او د جرمني سفارت سره له نږدې درې لارې سره شوی دی.

د نوموړي په خبره، په غالب ګومان دا موټر بم چاودنه د اوبو یا فاضله موادو په ټانکر سره شوې ده.

هغه بي بي سي ته وویل، د پېښې ځای ته تللی، د موټر هیڅ نښه هم نه ده پاتې.

د روغتیا وزارت دعامه اړیکو مشر اسماعیل کاووسي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، چې د پېښې له ځایه ۸۴ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

نوموړی د مرګ ژوبلې د زیاتېدلو امکان نه ردوي.

Image caption د ننني برید یو انځور

د سیمې سره د نږدې دفترونو او ودانیو شیشې ماتې شوې دي.

د پېښې ځای امنیتي ځواکونو کلابند کړی او خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ور کوي.

لومړني رپوټونه وايي، چې په دې پېښه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Image caption د چاودنې له ځای دوړې پورته کېږي.

د روانې میاشتې په لومړیو کې هم په وزیر اکبر خان کې د ناټو پر موټرو برید شوی و.

اسلامي دولت د هغه برید مسوولیت منلی و.

د انځور حقوق .
Image caption د چاودنې یو بل انځور

ورته مطالب