ښځو کرېکټ: هند لوبډلې پاکستان ته په ۹۵ منډو ماته ورکړه

د انځور حقوق Reuters
Image caption د نننۍ لوبې پچه هند وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه

د کرېکټ د نړیوالې شورا د ښځو نړیوال جام سیالیو کې هند لوبډلې پاکستان ته په ۹۵ منډو ماته ورکړه.

د نننۍ لوبې پچه هند وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. هند په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۶۹ منډې جوړې کړې.

هندۍ لوبغاړې پونم راوت ۴۷ تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې. پر نوموړې سربېره سوشما ورما ۳۳ او ديپتي شرما د ۲۸ منډو په جوړولو وتوانېدې.

بله خوا د پاکستان لوبډلې ۱۹ کلنې توپ اچوونکو نشرا سندو د هند څلور لوبغاړې وسوځولې. د دې ترڅنګ سعيده يوسف دوې، ډينانا بېګ او اسمويا اقبال يوه يوه وېکټه واخيسته.

د پاکستان توپ وهونکې ښې و نه ځلېدلې، ټولې لوبغاې يوازې د ۷۴ منډو په جوړولو سره وسوځېدې. د پاکستان لپاره ثنا مير ۲۹ او ناهيده خان ۲۳ منډې جوړې کړې او څلورو لوبغاړو هېڅ کومه منډه ونشوای کړای.

* (ای‌سي‌سي) د ښځو کریکټ بودیجه ډېروي

* هندۍ پېغله د باډي بیلډرۍ نړیواله اتله شوه

* د کرکټ د١٠٠٠ منډو جوړلو نوى نړيوال ريکارډ

د هندوستان او پاکستان ترمنځ هره لوبه چې وي، نو د دواړو هېوادونو د اوسېدونکو د احساساتو له امله ډېره په زړه پورې وي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption پاکستانۍ لوبغاړې د ډګرساتنې پر مهال

د خلکو د احساساتو په اړه د هندۍ لوبډلې لوبغاړې سمریتي مندهنه بي بي سي ته ویلي، زموږ فکر به دا وي چې له یوې لوبډلې سره لوبه کوو، که موږ فکر کوو، چې د پاکستان پر وړاندې لوبه کوو، پر موږ فشار ډېرېږي: "د پاکستان لوبډلمشره ثنا میر ښه بالره ده. زه به هڅه کوم چې ډېرې منډې جوړې او لوبه وګټو."

سمریتي مندهنه د ویسټ انديز پر وړاندې سلیزه وهلې او ناټ اوټ پاتې شوه. هغې په لومړۍ لوبه کې هم د انګلستان پر وړاندې په ۷۲ توپونه ۹۰ منډې کړې وې.

د پاکستان ویکټ ساتونکې عایشه ظفر وايي، د انډیا پر وړاندې له ښه مورال سره میدان ته کېوځو: "د هندوستان پر وړاندې په لوبو کولو کې پر ښه توپوهنه او توپ اچونه سربېره، ډګر ساتنه هم ډېره مهمه ده. کیچونه باید ونه غورځول شي چې لوبه وګټو."

عایشې د انګلستان پر وړاندې د ۸ څلوریزو پر مټ په ۷۷ بالونو کې ۵۶ منډې کړې وې.

د پاکستان لوبډلمشره ثنا امیر وايي، دغه لوبه زموږ لپاره ډېره مهمه ده. ځکه موږ یو تیاره ګټلې لوبه وبایلله او په دویمه کې ښه ونه ځلېدو، نو اړینه چې په روان ټورنمنټ کې یوه بریا د ځان په نامه کړو: " له هندوستان سره ښې الراونډرانې شته، نو پر وړاندې یې ښه لوبه پکار ده. "

د انځور حقوق AFP
Image caption د هندوستان لوبغاړې د توپوهنې پر مهال

هندوستان لوبډلمشره متهالي راج وايي، د پاکستان او هندوستان د لوبډلو مخامخېدو ته ډېره لېوالتیا شته، خو موږ ورته د یوې عادي سیالۍ په سترګه ګورو.

د هغې په خبره، کله هم چې د کریکټ خبره کېږي، نو جوخت ور سره د نارینه وو کریکټ یادېږي: "ای‌سي‌سي‌ هڅه کوي د ښځو کریکټ ته وده ور کړي. دا ښه کار دی ځکه موږ پر ټولنیزو محدودیتونو سربېره میدان ته راغلي یوو. زموږ لوبو ته پاملرنه پکار ده چې نورې نجونې وهڅېږي."

اړونده مطالب

ورته مطالب