کابل کې پیل شوی لاریون په سوله ییزه بڼه پای ته ورسېد

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
په کابل کې لاريون

په کابل کې د "جنبش رستاخیز تغییر" له خوا پیل شوی لاریون په سوله ییز بڼه پای ته ورسېد.

دغه لاریون نن دوشنبه د مۍ (۳مه) د کابل له شمال خیرخانې مینې څخه پیل شوی و چې برخه والو یې ارغواني بیرغونه له ځانه سره لېږدول.

له سیمې د بي سي سي خبریال اسماعیل شهامت وايي، کابو ۳۰۰ موټرونه د لاریونوالو په ملتیا پر سرکونو و.

* د کابل لاریون کې "۵ کسان وژل شوي او ۱۰ ټپيان دي"

* "د لاریون د تاوتریخوالي عاملان د قانون منګولو ته سپارل کېږي"

* کابل کې د تعصب ضد لاریون؛ ځوانانو خلک ورورولۍ ته راوبلل

سلګونه لاریون کوونکو سرونه په ارغواني ټوټو تړلي ول او همدغه رنګ بیرغونه یې لېږدول. دوی په سبولیک ډول د خپلو موټرونو هارنونو په وهلو خپل اعتراض په ډاګه کړ.

Image caption لاریونوالو ارغواني بیرغونه له ځان سره لېږدول.

لاریونوالو خپل پرېکړه لیک نادرشاه مینې ته څېرمه د عامې روغتیا وزارت په څلور لاره کې ولوست.

دوی په پرېکړه لیک کې پر خپلو پخوانیو غوښتنو چې په امنیتي ارګانونو کې سمونونه او له دندې د یو شمېر دولتي چارواکو ګوښه کول دي، ټینګار وکړ.

پتېیل شوې وه چې لاریونوال خپل پریکړه لیک په پښتونستان واټ کې ولولي، خو دولت واردمخه پښتونستان واټ ته غځېدلې لارې تړلې وې.

لاریونوالو ګواښ وکړ، که دولت یې غوښتنو ته پام ونه کړي، خپلو لاریونونو ته به دوام ور کړي.

وروسته تر هغه چې د بدلون راټوکېدونکي غورځنګ (جنبش رستاخیر تغییر) کابل ښار کې د لاریون اعلان وکړ، د ښار مرکز او مهمو دولتي ارګانونو ته غځېدلې لارې د پولیسو له لوري په اوږدو ټیلري موټرونو بند کړای شول.

Image caption لاریونوال د خپل پرېکړه لیک د اورولو پر مهال

د بدلون راټوکېدونکي غورځنګ (جنبش رستاخیر تغییر) له خلکو غوښتي وو چې له خپلو موټرو سره سرکونه ته ووځي او د هارنونو په وهلو خپل اعتراض په ډاګه کړي.

لاریونوال خپل لاریون وروستیو ناامنیو ته غبرګون ګڼي. دغو لاریونوالو د جوزا په ۱۰مه په کابل کې تر خونړۍ موټربم ځانمرګي برید وروسته لاریون پیل او خیمې یې ووهلې.

د کابل ښار ګارنیزون چې د دغه ښار د امنونې مسوولیت لري، لاریونوالو ته خبرداری ور کړی و چې په وروستیو لاریونونو کې یې له قوانینو سرغړونه کړې چې له امله یې مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

د تېرې میاشتې په لاریونونو کې د پولیسو او لاریونوالو د نښتو له امله ۵ کسان مړه او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان شوي وو.

Image caption د لاریونوالو په منځ کې د ښځو شتون په نشت حساب و.

د کابل ګارنیزون زیاته کړې، د غونډو، اعتصابونو او لاریونونو کول د ټولو اساسي حق دی، خو کله چې دا کار د لارو د بندښت او د اقتصادي فعالیتونو د په ټپه درېدو لامل شي، له قانون سره په ټکر کې عمل دی.

په لاریونوالو د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري احتمالي بریدونه د کابل ګارنیزون بله اندېښنه وه او له خلکو یې غوښتې له دوی سره مرسته وکړي.

د کابل ګارنیزون خبرداری ور کړی و چې لاریونوال دې منع شويو ځایونو لکه ولسمشرۍ ماڼۍ، د وزیر اکبر خان ډیپلوماټیکې سیمې، نظامي مرکزونو، روغتونونو، ښوونځيو، وړکتونونو او سوداګریزو ځایونو ته له تلو ډډه وکړي.

ګارنیزون دا خبره هم کړې وه که لاریونوال له قانونه سرغړونه وکړي، د لاریون مشران به یې، چې هویت یې دوی ته معلوم دی، ځواب ووايي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
پولیسو د لاریونوالو د خورولو هڅه کوله، له امله یې ډزې وشوې. ناتایید شوي رپوټونه وايي په دغو ډزو کې اووه کسان ټپیي شوي دي

ورته مطالب