کابل کې طالب قومندان نیول شوی دی

د انځور حقوق NDS
Image caption نیول شوي قومندان په تېر شوي کوچني اختر کې په کابل کې د بریدونو پلان درلود

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، هغه طالب قومندان یې نیولی چې غوښتل یې د تېر کوچني اختر په ورځو کې کابل کې بریدونه وکړي.

له ملي امنیت ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد قومندان یې د کابل ښار له پنځمې ناحیې نیولی دی.

د سرچینې د ور کړیو معلوماتو له مخې، نیول شوی قومندان په پاکستان کې د کوېټې شورا اړوندو طالبانو د بریدونو طرحه کوونکی دی چې په روزګان کې یې په ډېرو بریدونو کې برخه لرلې ده.

ولسمشر غني ته د داعشي قومندان د اس ډالۍ

هغه زوم نیول شوی چې وراباڼي یې د پېسو بدل کې راوستي وو

کندهار کې ایرانی وګړی د 'جاسوسۍ' په تور نیول شوی

د خبرپاڼې له مخې، یاد قومندان په وروستیو کې کابل ته راغلی و چې د تېر شوي کوچني اختر په ورځو کې بریدونه تر سره کړي.

د افغانستان د ملي امنیت پر فیسبوک پاڼه د یاد قومندان د اعترافونو ویډیو خپره شوې ده، خو روښانه نه ده له نوموړي یاد اعترافونه تر کومو شرایطو لاندې اخیستل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د یاد کس د نیولو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د یاد قومندان د نیولو خبره په کابل کې د ناامنیو له زیاتوالي سره هممهال ده.

د افغانستان د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي موده وړاندې وویل، په ورځني ډول په ټول افغانستان کې ۱۲۰ او په کابل کې ۴۰ امنيتي ننګونې پېښېږي چې له ډلې یې له ۶۰ تر ۸۰ سلنه پېښې د امنيتي ځواکونو له لوري شنډېږي.

ورته مطالب