د پاکستان پخوانی سفیر: که افغانستان کې بریا غواړئ پر پاکستان کړۍ ور تنګه کړئ

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا متحده ایالتونو لپاره د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني وايي، د ۲۱ پېړۍ امریکا له داسې خلکو( پاکستان) سره خبرې کوي چې د اوومې پېړۍ فکر لري.

که په افغانستان کې بریا غواړئ نو پر پاکستان کړۍ ورتنګه کړئ.

دا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغه تحلیلي مطلب عنوان دی چې د افغانستان په اړه دغې ورځپانې ته په امریکا د پاکستان پخواني سفیر حقاني لیکلی.

دی وايي د افغانستان په اړه د امریکا نوې کړنلاره باید د پاکستان پرضد د پخوا پرتله پر سخت دریځ راټوله وي.

حقاني زیاتوي د طالبانو مشران په پاکستان کې له خپلو خوندي پټنځیو عملیات کوي.

هغه ویلي د سپتمبر د یوولسمې نیټې له پيښې را په دیخوا د امریکا له خوا پاکستان ته ورکړل شويو امتیازاتو پاکستان نه دی هڅولی چې د طالبانو له ملاتړ لاس واخلي او اوس د دې وخت رارسیدلی چې ولسمشر ټرمپ بدیله لار ولټوي.

دی د بدیلې لارې لپاره وړاندیز کوي چې له پاکستانه دې ، له ناټو د باندې د لوی ایتلافي هېواد صفت بیرته واخلي چې پاکستان د امریکا له پوځي ټکنالوجۍ بې برخې شي او له دغه هېواد سره کیدونکې مرستې دې د طالبانو د مشرتابه پرضد د کوټلو او ټاکلو ګامونو په اخیستلو پورې وتړي.

حقاني دغه راز ټینګار کوي چې په پاکستان کې د طالبانو پر ملاتړو افرادو او بنسټونو دې بندیزونه ولګېږي او د پاکستان له راګډولو پرته دې له طالبانو سره خبرې وشي.

دی وايي له طالبانو سره د سولې خبرې یو ښه انتخاب دی خو ستونزه دا ده چې د یویشتمې پیړۍ مرکچیان د اوومې پيړۍ د طرز فکر له خلکو سره د جوړجاړي په لټه کې دي.

دې نیوز:

رل د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند چودري نثار.

پاکستانۍ ورځپاڼې ( دې نیوز) ورځپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند هغه خبره را اخیستې چې ویلي یې دي د بیلابیلو هېوادونو له خوا پر هند د وسلو پلورلو دوی ډیر اندېښمن کړي دي.

د نفیس ذکریا په وینا، دغه ګام په سیمه کې ستراتیژیک توازن ګواښي.

ورځپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند هغه خبره هم را اخیستې چې وايي حقاني شبکه په افغانستان کې ده.

ده دغه څرګندونې د امریکايي چارواکو د هغو څرګندونو په ځواب کې کړې چې ویلي یې پاکستان لا هم د حقاني شبکې ملاتړ کوي.

همدې ورځپاڼې په یوه رپوټ کې ویلي چې چارواکو په میرانشاه کې قومي مشرانو ته ویلي د پولې بلې غاړې ته د تللو کډوالو د راستنولو لړۍ به د روانې میاشتې په ۱۲ نیټه پیل شي.

قومي مشرانو ځايي چارواکو ته شکایت کړی چې د پولې بلې غاړې ته تللي کډوال راستنیدل غواړي خو په وړاندې یې ډیر خنډونه پراته دي.

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ غواړي افغانستان کې د پوځ زیاتولو پرېکړه هم وکړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د سناتورې الیزابیت وارین هغه څرګندونې را اخیستې چې وايي د ډونلډ ټرمپ حکومت په افغانستان کې د ډیپلوماټانو په نه ګومارلو او د هغوی د څوکیو په خالي پاتې کیدو، یوه تشه رامنځته کړې ده.

میرمن وارین د روانې اونۍ په سرکې افغانستان ته تللې وه.

د ښاغلي ټرمپ اداره د افغانستان او پاکستان لپاره د نوې ستراتیژۍ په ټاکلو بوخته ده او تراوسه یې په افغانستان کې نوی سفیر نه دی ټاکلی.

ورځپاڼه وايي د امریکا د بهرنیو او دفاع چارو وزارتونو ترمنځ د دغې ستراتیژۍ په اړه اوږدو سلا مشورو دغه چاره له ځنډ سره مخامخ کړې ده .