د نړۍ د مهمو مشرانو کلنۍ تنخا

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا ولسمشر د کال څلور لکه امریکايي ډالر تنخا لري، خو ټرمپ وايي، یواځې یو ډالر معاش اخلي.

د جرمني په هامبورګ ښار کې د نړۍ د شلو شتمنو هېوادونو مشران په خپله کلنۍ سرمشریزه کې سره راغونډ شوي وو.

په دوی کې یو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ و، چې په اصل کې یو بډایه سوداګر دی.

* شتمن خلک ولې کار کوي؟

* بیل ګېټس ښايي د نړۍ لومړنی تریلیونر شي

روسی سیال یې ولادمیر پوتین هم د نړۍ په شتمنو کسانو کې شمېرل کېږي.

خو پوښتنه دا ده چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشرانو له خپلو دولتونو څومره معاش اخلي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جرمنۍ لومړۍ وزیره د کال دوه لکه اویا زره معاش لري.

میلیاردر ډونلډ ټرمپ د نړۍ یو تر ټولو شتمن ولسمشر دی.

د امریکا د قانون له مخې نوموړی هر کال څلور لکه امریکايي ډالر د دولت له بودیجې د معاش حق لري.

خو نوموړی ادعا کوي چې په کال کې به یوازې یو ډالر معاش اخلي.

* برتانیا کې د نړۍ ۱۰۴ میلیاردران اوسېږي

* ګارډین: اته شتمن میلیاردران د نړۍ د نیمایي بې وزله وګړو د پانګې په کچه شتمني لري

د ولسمشر ټرمپ معاش د کاناډا د لومړي وزیر جسټن ټروډو نه بیا هم ډېر دی.

ټروډو د ډېرو لپاره یو ځوان، کاریزماتیک او خواخوږی مشر دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کاناډا لومړی وزیر له خپلې مېرمنې سره- نوموړی د کال دوه لکه او شپېته زره ډالر معاش لري.

د کاناډا د قانون له مخې د ده کلنی معاش دوه لکه او شپېته زره ډالره دی.

را به شو اروپا ته. د جرمني لومړۍ وزیره انګلا مرکل، چې د (جې -شل) هېوادونو د سرمشریزې کوربنه هم وه، په اروپا کې یوه تر ټولو ځواکمنه مشره بلل کېږي.

* د خپلو هېواد والو د ژوند ژغورونکی پانګه وال

* د هندي ۲۵۰ زرو ډالرو قیمتي زرین کمیس

هېواد یې هم له اقتصادي پلوه پياوړی او پرمختللی دی.

نوموړې له دولت هر کال دوه لکه اویا زره ډالره معاش اخلي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فرانسې ولسمشر هم د کال دوه لکه ډالر تنخا لري.

اوس به د اروپا تر ټولو ځوان ولسمشر حال درته ووایو.

د فرانسې ولسمشر اېمانویل مکغون په سیاست او بیا په واک کې لږ وخت تېر کړی.

* هند له ايوديا وروسته څه ډول پر مخ لاړ

* فلورېدا کې یو کس ۶۰۰ میلیونه ډالر په لاټرۍ کې ګټلي

که له یوې خوا یې تجربه کمه ده نو له بلې خوا یې د نورو اروپایي مشرانو پرتله معاش هم کم دی.

نوموړی هر کال له دولته شاوخوا دوه لکه ډالره معاش اخلي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د برتانیا لومړۍ وزیره د کال څه کم دوه لکه ډالر معاش لري.

د برتانیا لومړۍ وزیرې تیریزا مۍ په تېرو ټاکنو کې سخت ګزار وخوړ او په پارلمان کې یې ګوند څوکۍ راکمې شوې.

هېواد یې له اروپایي ټولنې سره په اقتصادي ناندریو کې راګېر دی.

په قانون کې د دې هېواد د مشر لپاره معاش هم، د نورې اروپا پرتله، کم دی. مېرمن مۍ هر کال له دولت څه کم دوه لکه ډالره معاش اخلي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روسیې ولسمشر هم د کال تر یو نیم لک ډالرو تنخا لري.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د کال شاوخوا یو نیم لک ډالره معاش اخلي.

خو تر ټولو لوړ دولتي معاش بیا د سنګاپور لومړی وزیر دی، چې په کال کې ۲۲ ملیونه ډالره ورکول کېږي.