افغان ربوټ جوړوونکې: نړۍ ته خپله وړتیا ښيو

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغان نجونې په روباټيکي سياليو کې خپلې وړتياوې ښيي

د افغان ربوټ جوړوونکو ډله په واشنګټن کې د ربوټونو په سیالۍ کې برخې اخیستنې ته چمتووالی نیسي.

شپږ ربوټ جوړوونکې او یو روزونکی د سیالیو تر پیل وړاندې د وروستیو تمرینونو په تر سره کولو بوخت دي.

د دوی جوړ کړی ربوټ د اسمان رنګه توپونو په راټولولو او ټاکل شوي ځای ته په لېږدولو چاره تر سره کوي.

په واشنګټن کې د کېدونکې سیالۍ موضوع له وچکالۍ سره پر مبارزه را ټوله ده چې د اسمان رنګه توپونه پکې د څښاک د پاکو اوبو سمبول دی.

افغان ربوټ جوړوونکې که له یوې خوا په سختو تمرینونو بوختې دي، له بلې خوا اړې دي د کورنیو او بهرنیو خبریالانو پېچلیو او تخنیکي پوښتنو هم ځوابونه ووايي.

د واشنګټن د ربوټونو سیالۍ ته د فرسټ ګلوبل نوم ور کړل شوی چې د له یکشنبې (جولای ۱۶مې) پیل شوي او تر سه شنبې (جولای ۱۸مې) به دوام وکړي.

په دغه سیالیو کې د نړۍ له پنځو لویو وچو د ۱۵۷ هېوادونو ۱۶۳ ټیمونو برخه اخیستې ده خو د افغانستان په استازیتوب پکې برخه والو، چې عمرونه یې له ۱۴ تر ۱۷ کلونو دي، تر نورو ډېر د خلکو پام د ځان پر لور کړی دی.

د افغان نجونو پرمختګ

افغانې نجونې وايي، واشنګټن ته ددې لپاره راغلي چې نورو ته وښيي، افغانان هم کوای شي په پوهه او ټیکنالوجۍ کې پرمختګ کوای شي.

د دوی له ډلې (رودابه نوري) بي‌بي‌سي ته وویل: "ډېر فکر کوي چې افغانان یوازې په جنګ جګړو بوخت دي، خو موږ چمتو یوو نړۍ ته د افغان ښځو پنځونې ور وښیو."

له رودابې سره یې پنځه ملګرې (فاطمه قادریان، سمیه فاروقي، کوثر روشن، لیدا عزیزي او یاسمین یاسین زاده) په سیالیو کې برخه اخلي. ټولې د هرات ولایت اوسېدونکې او د ملیکې جلالي د ښوونځي زده کوونکي دي

د افغان ربوټ جوړوونکو ډله هغه وخت رسنیزه شوه چې په لومړيو کې د امریکا متحده ایالتونو دغو نجونو ته د واشنګټن په سیالیو کې د ګډون لپاره له ویزې ور کولو انکار وکړ.

Image caption په کابل کې د ویزې غوښتنې پر مهال د لارو بندښت، لاریونونو او امنیتي ننګونې نورې هغې ستونزې وې چې دغه افغان نجونې ور سره مخامخې وې

د افغان ربوټ جوړوونکو د ډلې غړې کوثر روشن وايي، دوه ځله یې په کابل کې د امریکا له سفارته د ویزې غوښتنه وکړه خو ونه منل شوه.

افغان نجونو ته د امریکا له خوا د ویزې نه ور کولو مسلې په کور دننه او نړیواله کچه غبرګونونه لرل تر دې چې دا خبر د امریکا ولسمشر ته ورسېد او بالاخره هغه د ویزې ور کولو سپارښتنه وکړه.

اغلې کوثر وايي، له موږ څخه ډېر ملاتړ وشو چې له امله یې ویزې راکړل شوې. له سناتورانو هر یوه برني سنډرز او جین شهین، خبریالانو او خلکو مننه چې له موږه یې ملاتړ وکړ.

د خلکو خبرې

د امریکا له خوا پر ویزې نه ور کولو سربېره د افغان نجونو دغه ډله له نورو ستونزو سره هم لاس او ګرېوان وه.

په کابل کې د ویزې غوښتنې پر مهال د لارو بندښت، لاریونونو او امنیتي ننګونې نورې هغې ستونزې وې چې دغه افغان نجونې ور سره مخامخې وې.

اغلې کوثر له یوې بلې ستونزې هم یادونه وکړه او ویې ویل: یوه بله ستونزه چې ور سره مخامخې وو، هغه د خلکو خبرې وې، خو د کورنۍ او دوستانو ملاتړ و چې له هغې ستونزې هم راتېرې شوو.

رودابه نوري وايي: "ډېر خلک د ښځو په اړه روښانه ذهنیت نه لري. فکر کوي چې ښځې باید په کورونو کېنې. خو زه وایم دا ناسمه ده. ځکه ښځې هم لکه د نرانو په څېر سیالي کوای شي."

دغه نجونې وايي، په افغانستان کې د ربوټ جوړونې چاره نوې ده او د بلې هرې برخې په څېر پکې د نجونو برخه خواره ده، خو زیاتوي په دې برخه کې د دوی شتون به د نورو افغان نجونو ګډون ته هم لاره هواره کړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب