کابل کې ځانمرګي برید لږترلږه ۳۰ کسان ووژل

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د کابل بريد مرګ ژوبله اړولې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش بي بي سي ته وویل، کابل کې په ننني موټر بم برید کې ۳۰ کسان وژل شوي او ۵۰ ټپیان دي.

چاودنه سهار نژدې اووه بجې د کابل ښار لوېدیځه څنډه کې د میرویس میدان او کابل پوهنتون ته څېرمه له ده بوري سیمې سره شوې ده.

ښاغلی دانش وايي، دا موټر بم چاودنه وه او د کانونو وزارت کارمنانو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې ده. دی وايي معلومه نه ده چې د برید هدف څوک و، خو طالبانو چې د برید مسولیت منلی وايي، په دغه برید کې یې "د ملي امنیت" کسان په نښه کړي.

له ارګ په خپره شوې بیانیه کې افغان ولسمشر دا برید غندلی او ویلي یې دي دا بریدونه ښيي چې وسلوال د جګړې په ډګر کې "کمزوري" شوي دي.

په برید کې ۱۵ دوکانونه او درې موټر هم زیانمن شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي، په برید کې "د استخباراتو ۳۷ کسان" وژل شوي دي.

غبرګونونه

د هند لومړي وزیر نریندرا موډي "په کابل کې ترهګریز برید " غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې په غم کې ځان شریک بللی.

افغانستان کې وروستي بمي بريدونه

۱۶۲۲

په تېرو شپږو مياشتو کې ووژل شول

  • ۱۵۰ روان کال د مې پر ۳۱ د کابل بمي بريد کې ووژل شول

  • ۳۴ هلمند کې په موټر بم چاودنه کې ووژل شول

AFP

اجراییه مشر عبدالله عبدالله پېښه غندلې او ویلي یې دي چې "امنیتي ځواکونه به یې د ترسره کوونکو " پر وړاندې اقدام وکړي.

په کابل کې د امریکا سفارت دغه برید غندلی او په وینا یې "د عامه خدمتونو پر زوړرو کارکوونکو داسې برید د انسان ژوند ته د درناوي نه درلودلو په مفهوم دی ".

د ټپي د سترګو لیدلی حال

حبیب الله د کانونو وزارت د تفتیش ریاست کارمن دی. نوموړی په ننني موټر بم کې ټپي شوی او استقلال روغتون کې یې درملنه کېږي.

Image caption چاودنې سیمې کې ډېر مالي زیان اړولی دی.

هغه د بي بي سي خبریال نصرت صمیمي ته ویلي چې د موټر شاته سېټ کې ناست و او د تل په څېر وزارت ته روان و، سړک کې خاموشي وه، خو ناڅاپه چاودنه وشوه.

حبیب الله وایي: "ګنګس شوم، غورځېدلی وم، لږ چې په هوش شوم ومې لیدل موټر سوځي او اور زموږ خواته را روان دی، ځان مې ترې وباسه، د سړک غاړې ته وڅکېدم، تر دې چې امبولانس راغی او روغتون ته یې ورسولم".

چاودنه د اجراییه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق له کور سره نژدې شوې ده.

د اجراییه ریاست یو ویاند امید میثم وايي، دې پېښه کې د محمد محقق یو ساتونکی هم ټپي شوی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پېښې شاوخوا استوګنه سیمه ده.

طالبان چې ادعا کوي د ملي امنیت د ۹۰ ریاست او ۴۰ ریاست کارمنان یې په نښه کړي وايي، دا موټر یې له نژدې دوو میاشتو راهیسې څارل.

دا د روژې په لومړیو کې له زمبق څلور لارې سره د ټانکر برید وروسته تر ټولو خونړۍ پېښه ده چې په کابل کې کېږي.

په هغه برید کې تر ۱۵۰ کسان ووژل شول او تر ۴۵۰ ټپیان شوي ول.

ورته مطالب