هرات کې د ګبینو تولید زیات شوی

Image caption په هرات ولایت کې تېر کال شپېته ټنه شات تولید شوي وو.

د هرات د کرنې ادارې په خبره، سږ کال به په دغه ولایت کې اتیا ټنه خالص شات تولید شي.

په هرات ولایت کې تېر کال شپېته ټنه شات تولید شوي وو.

د هرات د کرنې او مالدارۍ ادارې مشر صبور رحمانی وایي، که څه هم د تېر کال په ژمي کې دهوا په بدلېدو مچیو ته زیان رسېدلی، خو بیا یې هم د ګبینو په تولید کې زیاتوالی راغلی:

"که په تېر ژمي کې د هوا د بدلېدو له امله پنځوس سلنه د شاتو مچۍ له منځه نه وای تللې، اوس به مو د تولید کچه له سلو ټنو هم اوښتې وه."

بسم الله رحیمی د انجیل په ولسوالۍ کې د شاتو د تولید برخه کې کار کوي. نوموړی وايي، تر دې هم زیات شات تولیدوای شي، خو له بهره را لېږدوونکو بې کیفیته شاتو یې پر مارکېټ ناوړه اغېز کړی:

"تاسو وینئ طبیعی شات په څومره زحمت تولیدېږی. د لږ تولید لپاره څومره پانګه غواړي. خو یو شمېر کسان له پاکستانه تقلبي شات راوړي. خلک باید له خپلو فارم لرونکو طبیعی ګبین واخلي"

په هرات کی شاوخوا پنځه سوه کسان نېغ په نېغه د شاتو د مچیو په روزلو بوخت دي.

Image caption په هرات کی شاوخوا پنځه سوه کسان نېغ په نېغه د شاتو د مچیو په روزلو بوخت دي.

د هرات د کرنې اداره وایي، پتېلې یې ده د شاتو کاروباریانو د لاسنیوي په پار هغوی ته د مچۍ روزلو اړین لومړني توکي له بازاره په ټیټه بیه ور کړي.

ورته مطالب