"د افغان ځواکونو نیمګړتیاوې دې په ګوته شي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یو شمیر امریکايي سناتوران غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د هند رول لا ډیر پراخه شي

ټایمز اف انډیا

ټایمز اف انډیا لیکي چې یو شمیر امریکايي سناتوران غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د هند رول لا ډیر پراخه شي، هغه رول چې د ټایمز اف انډیا په وینا د پاکستان لپاره به ځوروونکی وي.

ورځپاڼه زیاتوي چې دغه ډله سناتورانو د ۲۰۱۸ کال لپاره سنا ته د تصویب لپاره یو طرحه هم وړاندې کړې ده .

د دغې طرحې له مخې سناتورانو غوښتنه کړې چې د لوژستیکي ملاتړ، د ګواښونو د ارزونې، استخباراتو، تجهیزاتو او ترمیم په برخه کې دې له افغان ځواکونو سره د هند رول پراخه شي.

په طرحه کې د ټایمز اف انډیا د معلوماتو له مخې غوښتنه شوې چې د افغان ځواکونو نیمګړتیاوې او د حل لارې دې په ګوته شي او هغه اقتصادي او بنسټیز پرمختیايي کارونه دې هم مشخص شي چې په افغانستان کې له ټیکاو او امنیت سره مرسته کولی شي.

ابزرور

بریتانوۍ خپرونې (ابزرور) خپله سرمقاله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ کمزوریو ته ځانګړې کړې.

خپرونې په دې اړه چې ښاغلي ټرمپ د امریکا ولسمشرۍ لپاره څومره وړ سړی دی په خپله سرمقاله کې د ایران، شمالي کوریا او روسیې په تړاو د هغه کمزورو دریځونو ته کتنه کړې او زیاتوي چې د دغو ټولو کمزورو دریځونو لاملونه د هغه شخصي کمزورتیا، ناپوهي، د هغه بې اعتباري او د هغه د ولسمشرتابه د اتوریتي کمزوري ده.

د خپرونې په باور د دغو نیمګړتیاوو په پام کې نیولو سره د بېلابېلو پېښو په تړاو د امریکا غبرګون، عمل او چلند د امریکا دوستانو او دوښمنانو ته نامعلوم وي او نه یې هم وړاندوینه کېدای شي، نو له دې امله د ناوړه پایلو خطر ډېرېږي.

واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دفتر نوی مشر جان کیلي به سبا کار کړي.

د امریکا د سمندري ځواکونو متقاعد جنرال جان کیلي وړمه ورځ پر دې څوکۍ وټاکل شو.

واشنګټن پوسټ لیکي دا چې هغه یو پوځي جنرال دی نو سپینې ماڼۍ ته به د خپلې پوځي مخینې په کارولو سره نوی انضباط او نظم ور وبښي.

د ښاغلي ټرمپ د دفتر پخوانی مشر وروسته له هغه له دندې لرې کړل شو چې رسنیو ته د معلوماتو په ورکولو تورن شو.

ډان

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف په اړه ددغه هېواد د سترې محکمې وروستۍ پریکړه تر پوښتنې لاندې را وستې.

ډان وايي، ایا د هغې مادې د حکم محتوی یوازې هغه څه دي چې پر بنسټ یې نواز شریف پړ وبلل شو او که بل تفسیر هم ترې کیدای شي؟ بله دا چې ۶۲مې مادې د لومړۍ فقرې د حکم ساحه کومه یوه ده؟ او ایا محکمې په دقیقه توګه دغه ماده په خپل ځای کې کارولې؟

ډان دغه راز پوښتنه کوي، دا معقوله نه ده چې پوښتنه وشي د پارلمان نور غړي هم د قانوني اجرااتو د مراعات کولو په برخه کې له یو لړ نیمګړتیاوو سره مخامخ دي او کنه؟ ډان غوښتنه کړې چې ستره محکمه دې را وړاندې شي او د وروستۍ پرېکړې په اړه دې لازم توضیحات ورکړي.

الغد

ځیني اردني ورځپاڼو د اسراییلو د هغې غوښتنې په تړاو توند غبرګون ښودلی چې وايي د اردن پلازمینه عمان ته د اسراییلو دپلوماتو بېرته ورستنیدو ته دې اجازه ورکړل شي. الغد ورځپاڼې په یوه مطلب کې د اردن له خوا ددغې غوښتنې ردول ستایلي او د تیرې اونۍ د اسرایيلو سفارت مخې ته د پیښې په تړاو یې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو چلند غیر اخلاقي او نا انساني بللی دی.